د افغانستان تر ټولو لږ عمر لرونکی کرکټ لوبغاړی، نوراحمد لکڼوال وتوانید چې د آسترالیا کرکټ سیالیو یا بیګ باش ته لار ومومي.
لکڼوال ۱۵ کاله عمر لري او دوه ورځې وړاندې د آسترالیا بیګ باش کرکټ غوره لیک اعلان وکړ چې دا لوبغاړې به سږکال په دې لیګ کې ولوبیږي.
دې افغان لوبغاړي ویلي چې په نړیوالو ډګرونو کې لوبیدل د هر افغان لوبغاړي هیله ده او له دې کبله چې داسې لیګ ته یې لار موندلې، د خوښۍ وړ ده او هر افغان له هڅو سره کولای شي هر ځای ته ورسیږي.
نوراحمد لکڼوال همداراز ټینګار کړی چې هڅه کوي چې د افغانستان بیرغ د نړۍ په هره برخه کې ورپیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ هم بیګ باش سیالیو ته د دې لوبغاړي لار موندنه د افغانستان د ټولو ځوانانو لپاره یو ښه پیغام او د افغانستان د کرکټ راتلونکي ته هیله بښونکې بللې.