1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

تر پنځو ورځو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلیږي

us-forces
25 Apr 2021

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، د مې میاشتې په لومړۍ د بهر تلو د بهیر د پیل لپاره د چمتووالي خبر ورکړ؛ تاوتریخوالي ته ستنیدل، د خلکو لپاره به تراژیدي وي.

 

تمه ده تر پنځو ورځو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، نن (یوه نۍ، غویي پنځمه)، په کابل کې په یوې خبري ناسته کې د وتلو د بهیر لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې د وتلو بهیره به منظم وي.

سکاټ میلر وایي چې اوس مهال د دې ځواکونو د اډو د تشولو او د افغانستان وسله وال ځواک ته یې سپارل پیل شوي دي.

هغه وویل: “له افغانستان څخه زمونږ وتل به منظم وي، په دې معنې چې خپلې اډې او تجهیزات د افغانستان امنیتي سرتیرو ته سپارو. زمونږ ځواکونه اوس چمتووالی نیسي او د وتلو د بهیر پیل به د مې میاشتې لومړۍ وي.”

د بایډن د ادارې د مهال ویش له مخې، د وتلو بهیر د سږکال د سپټامبر تر یولسمې نیټې بشپړیږي.

د ناټو دا لوړپوړی جنرال، د مې میاشتې وروسته د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي ډيریدل هم یوه تیروتنه بولي او له دې ډلې غواړي چې باید د سولې فرصت ته په جګړې لومړیتوب ورکړي.

هغه زیاته کړه: “د طالبانو سیاسي کمیسیون له غړو سره هم مو خبرې لرلي او هغو ته مو ویلي چې تاوتریخوالي ته ستنیدل، یوې پوځي پریکړې ته د مخې کولو هڅه ده چې دا چاره د افغانستان او د دې هیواد خلکو ته به یوه تراژیدي وي. که طالبان، امریکايي او یا د نړیوال ایتلاف ځواکونه موخه وګرځوي، مونږ به ورته کلک ځواب ورکړو.”

هغه همداراز هیښتیا ورکوي که “طالبان د ایتلاف په ځواکونو برید وکړي، له ځواکمن ځواب سره مخامخ شي.”

میلر د افغانستان د سولې بهیر ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل: “د افغانستان د سیمې هیوادونه باید د دې هیواد په ټیکاو کې خپلې لویې ګټې وویني. له دې هیوادونو زمونږ تمه دا ده چې سولې ته د رسیدو لپاره د سایسي لارې د زمینې برابریدو په برخه کې مرسته وکړي.”

د بهرنیو ځواکونو قومندان په داسې حال کې د سولې په بهیر کې د سیمې د هیوادونو ونډه مهمه بولي؛ چې نن د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او تمه ده له افغان چارواکو سره د سولې او امنیت په تړاو خبرې وکړي.

تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار هم وویل چې حکومت به له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې، په فني مسایلو او د دواړو هیوادونو ترمنځ په ستونزو خبرې وکړي.