| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د سولې د خبرو د کړکیچ د ماتولو لپاره د خلیلزاد هڅې
30 Sep 2020
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د غوټې د خلاصولو لپاره، دوحې ته تللی دی.
د حکومت او طالبانو ډلې د مرکچي پلاویو ترمنځ د څو ورځیني کړکیچ سره هم مهاله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې خلیل زاد د څلورنۍ په ورځ (تلې ۹)، دوحې ته رسیدلی او تمه ده د دواړو لوریو له پلاوي سره په خبرو کې د پرمختګونو اړوند لیدنې وکړي.
ښاغلي خلیلزاد هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې سفر کې هڅه کیږي چې د امریکا متحده ایالتونو له شریکانو سره د سولې د خبرو، د سولې وروسته د لرلید او سیمه ییزې نښلیدنې اړوند لیدنه ولري.
هغه پر دوام لیکلي، نړیواله ټولنه او د افغانستان ښاریان تمه لري چې خبرې باید د راتلونکي سیاسي لارې د نقشې د جوړیدو او پراخ اوربند لامل وګرځي.
۱/۲ – بیرته د دوحې او سیمې په لور ځم چې له شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د مذاکراتو او د سولې پسې د سیمیزې نښلتیا، سوداګرۍ او د ودې د پراختیا په اړه وغږیږو.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 29, 2020
ولسمشرۍ همداراز په خبرو کې په خپل مخکیني دریځ ټینګار لري. د اوربند ټینګښت او د تاوتریخوالي پایته رسیدل. صدیقي وایي، د نښتو دوام، هیوادوال د سولې د ټینګیدو په تړاو نهیلي کوي.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند چې په دوحه کې دی، تمه لري چې دې ښار ته د زلمي خلیلزاد سفر د خبرو د څوکاټ د جوړیدو اړوند پیچلې غوټه خلاصه کړي.
آندونه دا دي چې د خبرو د څوکاټ جوړیدل چې د راتلونکو خبرو بنسټ دی؛ له دې کبله پر دې د دواړو لوریو دقت کولای شي اصلي خبرې آسانه کړي.
په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله نږدې دوه اوونۍ تیریږي. خو تراوسه دواړه لوریو د پام وړ پرمختګ ندی لرلی.
د خبرو څوکاټ نږدې ۲۱ مادې لري چې یوازې په دوو مواردو یې اختلاف شتون لري.
۱/۲ – بیرته د دوحې او سیمې په لور ځم چې له شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د مذاکراتو او د سولې پسې د سیمیزې نښلتیا، سوداګرۍ او د ودې د پراختیا په اړه وغږیږو.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 29, 2020