1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

تړامپ: له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک به په خپله لاسلیک کړم

ترامپ
24 Feb 2020

د امریکا ولسمشر دونالد تړامپ ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک به په خپله لاسلیک کړي.

ښاغلي تړامپ د یوېنۍ په ورځ ( د کب۴/د فبرورۍ ۲۳) هند ته د سفر پر مهال خبريالانو ته ویلي، غواړي وویني چې د تاوتریخوالي کمښت په یوه اوونۍ کې څرنګه پرمخ ځي، که خبرې اترې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای لامل شي، نو له طالبانو سره به د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د امریکا ولسمشر همداشان ټینکار وکړ چې طالبان هم د سولې د هوکړه لیک غوښتونکي دي، ځکه چې دا ډله هم له جګړو ستړې شوې ده.

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان، د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې هرکلې کړی او هیله مندي یې ښودلې چې دا هوکړه لیک به وکولاې شي په افغانستان کې د تل پاتې سولې د رامنځته کیدو لپاره لار هواره کړي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د امریکا له دې پریکړې چې تمه ده د فبرورۍ په ۲۹ نیټه له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، هرکلی کړی دی