1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

تیرو ۴ میاشتو کې د لسو زرو ډیرو ځواکونو مرګ ژوبله

EeAxnf9WsAIo15_
28 Jul 2020

ولسمشر غني د امریکاییانو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک وروسته د تاوتریخوالي په پایله کې د دولتي ځواکونو له مرګ ژوبلې ټکان ورکوونکې شمیرنې وړاندې کړې.

 

ولسمشر غني نن (درې نۍ، زمري اوومه)، د سام په څلورمې ناسته کې وویل چې په تیرو څلورو میاشتو کې، ۳زره  او ۵۶۰ دولتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ زره او ۷۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د حکومت په باور، دا شمیرنه د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي د ډيریدو او  د دوحې د هوکړه لیک د نقض ښکارندويي کوي.

ولسمشر غني تر نږدې ورځو د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشې کیدو بهیر د بشپړیدو خبر ورکوي او هیله مني ښيي چې تر یوې اوونۍ به طالبان د افغانانو ترمنځ د خبرو میز ته حاضر شي.

ښاغلی غني همداراز ټینګار لري چې باید د دولت د سولې د هڅو پر دوام، په هیواد کې د اوربند د ټینګیدو لپاره هم زمینه برابره شي.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې، د تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې له دوامه اندیښنه ښودلې او له ټولو لوریو یې غوښتي چې د لوی اختر رارسیدو سره سم، تاوتریخوالی باید کم شي.

د طالبانو له لورې د اوربند د ټينګیدو غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې نن ماښام دې ډلې په یوه پیغام کې، د اختر په درییو ورځو کې اوربند اعلان کړ.