د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په هیواد کې د سټړوسو د پیداوارو کچه څه باندې ۱۳ ټنو ته لوړه شوې ده.
د دې وزارت شمیرنې ښيي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د هیواد په کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنه سټروس چې په کې کینو، مالټې،نارنج او لیمو شامل دي تر لاسه شوي چې د ننګرهار ولایت د ۷۰۰۰ زره ټنه کینو، مالټو، نارنج او لیمو تولید سره د سټروسو د تولید کوونکو ولایتونو د نوملړ په سر کې دی او په دې ولایت کې یو زرو څه باندې پنځوس هکتاره ځمکه کې د سټروس باغونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت ټینګار کوي چې په وروستیو کالونو کې په کابل، تخار، بلخ او سرپُل ولایتونو کې هم د سټرونو د بڼونو پالنه ډيره شوې ده.
د دې وزارت په وینا، په ټول هیواد کې په ټوله کې یو زره ۹۵۲ هکتاره ځمکه کې د سټروس بڼونه جوړ شوي چې له دې منځه بیا ۶۱ هکتاره ځمکه کې د کینو او مالټو، ۴۱۵ هکتاره کې هم نارنج او ۴۴۹ هکتاره کې لیمو بڼونه جوړ شوي دي.