په تیر کال کې نږدی ۳۵۰۰ ماشومانو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ زره نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو دسازمان د تازه راپور پر بنسټ هغه ماشومان چې د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ زیږدیز کالونو په ترڅ کې مړه او ټپیان شوي دي په افغانستان کې د ولسي کسانو د قربانیانو له درې برخو یوه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو سازمان سترمنشي،د ماشومانو د مرګ ژوبلې د لوړیدو اصلی لامل نښتې،چاودنې او هوایې بریدونه بللي دي.
د دې ترڅنګ په دې راپور کې راغلي دي چې په تیرو څلورو کالونو کې نږدی ۲۷۴ مورده د ماشومانو ګمارنه د وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو له لوري پیژندل شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي