1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ثبات او همپالنې د جوزجان لپاره نوی والي وټاکه

والی جوزجان
23 Feb 2020

د حکومت اجرایي مشر، عبدالله عبدالله، نن (یوه نۍ، د کب څلورمه)، د جوزجان د ولایتي شورا غړی، عبدالحی حیات، د دې ولایت د نوي والي په توګه وټاکه.

د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې غړي، بشیر احمد ته ینج وویل چې عبدالحی حیات د ښاغلي عبدالله له لورې د جوزجان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

هغه د ښاغلي حیات د پيژندنې په مراسمو کې وویل چې د عبدالله عبدالله له لورې په نورو ولایتونو کې د چارواکو د ګومارنې بهیر به همداشان پرمخ روان وي.

له دې سره سم، د بغلان ولایت نن پوځي څهره غوره کړې وه او د دې ولایت ډیرۍ سیمه ییزې ادارې، رخصتې وې.

سیمه ییزو سرچینو ویلي چې تمه وه دې ولایت ته هم د عبدالله عبدالله له لورې والي غوره شي، خو د بغلان ولایت مقام او امنیتي سرتیرو دا اجازه نه ده ورکړې.

عبدالله عبدالله، پرون د ولایتونو لپاره د والیانو د ټاکلو بهیر پیل کړ او په لومړي ګام کې یې، محمد نور رحماني د سرپل لپاره د والي په توګه وپيژانده. همداشان د پنجشیر والي هم په یوې راټولیدنه کې اعلان وکړ چې وروسته له دې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ له ټول شموله حکومته ملاتړ کوي.

خو د ثبات او همپالنې لخوا د سرپل لپاره د نوي والي د ګومارنې د مراسمو څو ګړۍ وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ، د ټاکنیزو ناندرو له کبله اندیښنه وښوده.

د ثبات او همپالنې غړيو همداشان ویلي چې د عبدالله عبدالله له لورې به د حکومتي چارواکو د ګومارنې بهیر همداشان دوام ولري.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک