د پلچرخي د پوهنې او روزنې د مشر په ګډون درې تنو په بغلان کې له طالبانو سره په نښته کې ژوند بایلود
درې تنه د پلچرخي بندخونې د مشر په ګډون په بغلان کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د بغلان له خوست ولسوالۍ څخه سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د تیرې شپې په برید کې د پلچرخي بندخونې د پوهنې او روزنې مشر داکتر محي الدین پیکان حیدريی له دوو سیمه ییزو قوماندانانو سره چې د ولسي پاڅونوالو پازه یې پر غاړه درلوده خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې په وینا دا پیښه د خوست ولسوالۍ پوزه ریګ سیمه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې ښاغلی پیکان د خپل کلي د امنیت په موخه له طالبانو سره په نښته وو.
غلام محي الدین پیکان حیدري د خوست ولسوالۍ له ځوانو کدرونو وو چې د بغلان د ولایتي شورا د مشر، د بغلان د پوهنې ریاست مشر،د پوهنې وزارت سلاکار د افغانستان د بندخونو د پوهنې او روزنې په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
تر اوسه سیمه ییز او امنیتي پازوال په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.