1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

جان ساپکو: د خبرو اترو ناکامه پاتې کیدو او د بهرنیو مرستو بندیدل، کابل ته د طالبانو د بیا راستنیدو لامل کیږي

جان
11 Mar 2021

د افغانستان د بیارغونې لپاره د آمریکا ځانګړي څیړونکي جان ساپکو ویلي دي چې افغانستان له بل هر مهاله د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي ساپکو ټینګار کړی دی چې د بهرنیو مرستو د بندیدو او د سولې د خبرو اترو د بهیر ناکامه پاتې کیدو په صورت کې به طالبان د کابل تر ورونو ورسیږي.

په همدې حال کې د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې لاهم تر مې میاشتې له افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو په اړه پریکړه نه ده نیول شوې.

انتونی بلینکن د آمریکا د کانګرس بهرنیو اړیکو د کمېټې په استماعیه ناسته کې ویلي دي چې د افغانستان په اړ د جوبایډن موخه روښانه ده او هغه غواړي په دې هیواد کې جګړه پایته ورسیږي ترڅو آمریکایي ځواکونه خپلو کورونو ته ستانه او د دې ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امنو ځالو نه اوړي.

ښاغلي بلینکن ټینکار کړی دی چې واشنګټن له افغانستان څخه د آمریکايي ځواکونو وتلو ضرب الاجل په اړه پریکړه نه ده کړې.