قانون جوړوونکو، امرالله صالح او څلور لوړپوړي امنیتي چارواکي په کابل پوهنتون د برید او د ناکراریو د ډيروالي اړوند د پیلنۍ ورځې غونډې ته وربولي.
د ولسي جرګې غړو، په نننۍ (څلورنۍ، لړم۱۴)، ناسته کې د وروستیو ناکراریو او په کابل پوهنتون د بریدګرو د برید او په کوثر دانش ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي په تړاو، هل اکثریت رایو سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفاع او کورنیو چارو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست د مشر د بلنې غوښتنه وکړه.
استازي په کابل پوهنتون د بریدګرو د برید د څرنګوالي اړوند د حکومت څیړنې د قانون جوړوونکو لپاره د قناعت وړ نه بولي او لا هم د دې برید د څرنګوالي اړوند شک لري.
د ولسي جرګې غړي، کریم اتل په نننۍ ناسته کې وویل؛ که څه هم د برید او د زده کړیالانو د وژنې پړه د داعش ډلې پرغاړه اخیستې، خو په دیوال د امارت زنده باد لیکل تیروتنه مستند جوړونه ده. دا چاره باید جدي وڅیړل شي.
د ولسي جرګې غړي، سیداحمد سیلاب هم د پوهنتون په دیوالونو د شعارونو لیکل د پوښتنې وړ بللي او د وضاحت غوښتنه یې کړې.
له بلې خوا د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني، په هیواد کې د ناکراریو په ډیریدو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په امنیتي بنسټونو کې سلیقه یي ګومارنې، په هیواد کې د حالت د خرابیدو لامل ګرځیدلي.
هغه په حکومت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول کشفي او استخباراتي کارکوونکي د دې پرځای چې د دښمن په موخو کار وکړي، د امنیتي چارواکو د امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوي.
تمه ده چې د ولسي جرګې فوق العاده ناسته د پیلنۍ په ورځ ترسره شي، خو وبه لیدل شي چې آيا حکومتي پازوال به د جرګې قناعت ترلاسه کړي، که څنګه؟