نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو د بهیر پر دوام، نن پنځه نوماند وزیران او د افغانستان د ملي بانک واکپال خپلې برنامې ولسي جرګې ته وړاندې کړې.
د هیواد د کابینې د غړو د غوراوي د بهیر پر دوام، نن پنځنۍ پنځه نوماند وزیران او د افغانستان دم لي بانک واکپال خپلې کاري برنامې د ولس کور ته وړاندې کړې.
د افغانستان روغتیایي بدلون په کلیو کې د ماشومانو او ښځو لپآره د روغتیایي مرکزونو، د بیړنیو او تخصصي روغتونونو جوړیدل، د درملو د کیفیت او بیې څارنه د عامې روغتیا وزارت ته د نوماند احمدجواد عثماني د برنامو مهمې برخې وې او د بې کیفیته پروژو د پلي کیدو مخنیوی، د کرونا له کبله د اقتصادي تاوانونو د جبران لپاره برنامې او د ښځو د فکرونو ملاتړ د اقتصاد وزارت ته د نوماندې برنامې وې.
د قبایلو او پولو وزارت ته نوماند محب الله صمیم د شوراګانو په ډیریدو، د ترهګرۍ، نشه يي توکو او چاپیریال ککړتیا پر وړاندې په مبارزه کې د ځوانانو ونډه او په دې وزارت کې د ښځو د حضور د سلنې ډیروالی، هغه برنامې چې ښاغلي صمیم پرې ټینګار وکړ.
بنسټیز سمون، د کیفیت ډاډ، د یو شمیر مرستیالیو رامنځته کیدل او په پوهنې وزارت کې د اسلامي زده کړو د اجرايي بورډ جوړیدل هم د رنګینه حمیدي برنامې وې چې جرګې ته یې وړاندې کړې.
د څلورو ګاونډیو هیوادونو په پوله کې د ښځو د لاسي رغاوو د دایمي نندارتونونو جوړیدل، په کلیو کې ۵۰۰ زرو تنو ته د کاري زمینو برابرول، په ولسوالیو کې د ۳۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت د عایداتي پروژو پلي کیدل د مجیب الرحمن کریمي او پولي پالیسي، د بانکوالۍ په سکټور څارنه، د پيسو د ورکړې سیستم جوړیدل، له نړیوالو بانکونو سره د حقوقي او همغږۍ څوکاټ جوړیدل او له فساد سره مبارزه هم د مرکزي بانک ریاست ته د نوماند اجمل احمدي مهمې برنامې وې.
که څه هم د یو شمیر نوماندانو او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت ته د نوماندې برنامې د قانون جوړوونکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې، خو اوس وبه لیدل شي چې آيا جرګه ورته د باور رایه ورکوي که څنګه؟