1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

جمهوریتپاله سناتور: امریکايي ځواکونه په ټاکلي مهال له افغانستان څخه نه ووځي

گراهام-1536x864
08 Feb 2021

امریکايي جمهوریتپاله سناتور لیندزي ګراهام ویلي چې امریکایي ځواکونه هغه مهال له افغانستان څخه ووځي چې شرایط برابر اوسي.

 

دې جمهوریتپاله سناتور له سي بي اس ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: “مونږ په مې میاشت کې نه ووځو، مونږ هغه مهال افغانستان پریږدو چې شرایط برابر اوسي. طالبانو درغلۍ کړې دي او په خپلو ژمنو ولاړ نه دي.”

ښاغلي ګراهام همداراز د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو له کبله خوښي ښودلې او ویلي دي: “هغه څه چې د بایډن په اداره کې ټوني بلینکن په افغانستان کې زمونږ د حضور د څیړلو په تړاو ترسره کوي، ترې خوشحاله یم. ځکه دا اداره خپل یو شمیر ځواکونه ساتي او له دې هیواد څخه به داسې نه ووځي چې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو.”

خو د طالبانو ډلې دا څرګندونې بې ارزښته بللي دي.

د دې ډلې ویاند همداراز د طالبانو د تیرې اونۍ په خبرپاڼې ټینګار کړی چې په هغه کې ویل شوي وو، که امریکايي پوځیان له مې میاشتې وورسته هم په افغانستان کې پاتې شي، طالبان به جګړې ته دوام ورکړي.

له دې ټولو سره، مخکې له دې د بایډن ادارې ګڼو چارواکو د دوحې د هوکړه لیک د بیا کتنې خبرې کړي.