| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
جوبایدن:د ناټو مشرانو له افغانستان څخه د ملاتړ پر دوام هوکړه وکړه
15 Jun 2021
د آمریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې له افغانستان څخه به د ناټو ډيپلوماټیک، اقتصادي او بشرپاله ژمنې دوام ولري.
جوبایډن په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ناستې وروسته په یوې خبري ناسته کې ویلي دي چې د ناټو مشرانو هوکړه وکړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
بایډن وویل: ” زمونږ ځواکونه خپلو کورونو ته ستانه کیږي، خو مونږ هوکړه وکړه چې د افغانستان د ولس پر وړاندې ډیپلوماټیک، اقتصادي او بشرپاله ژمنې او همدا شان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ دوام ولري.”

د امریکا ولسمشر ترهګرۍ ضد هڅو ته په ګوتڅنډنې سره ویلي دي چې دا ډاډ تر لاسه کیږي چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا او د ناټو پر غړو د برید په امن ځای نه اوړي.
جوبایډن د روان کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکايي ځواکونه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې له افغانستان څخه بهر شي.
له بلې خوا ناټو د دې سازمان د سرمشریزې ناستې وروسته په یوې ګډې اعلانپاڼه کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل له دې هیواد سره د اړیکو د پای په معنا نه ده.

د دې سازمان په اعلانپاڼه کې راغلي دي: ” اوس مونږ نوې پیر پرانیزو. مونږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو غښتلتیا لپاره، د دې هیواد د ولس او بنسټونو تر څنګ دریدو لپاره خپلې ژمنې اعلانوو.”
امریکا او ناټو په داسې حال کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ویلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به افغان پوځيانو ته هوايي ملاتړ ترسره نشي.
جنرال کنت مککینزي امریکا غږ ته ویلي دي چې هوايي بریدونه به یوازې ترهګرۍ ضد عملیاتو ته محدود شي، هغه هم په داسې حال کې چې د امریکا او ملګرو هیوادونو ته یې جدي ګواښ پیښ وي.

