آمریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دموکراتانو د ګوند نوماند جوبایدن د آمریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی شوی دی.
ویل کیږي چې ښاغلي جوبایدن په پنسیلوانیا ایالت کې بریا سره توانیدلی ۲۷۰ الکټرال رایې تر لاسه کړي او د آمریکا ۴۶م ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته لا ومومي.
خو مخکې له دې دونالدټرامپ دموکراتان په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړي وو او هیښتیا یې ورکړې وه چې سترې محکمې ته به عرض وکړي.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د کاڼاډا لومړي وزیر جاستین ترودو،د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل،د اسپانیا لومړي وزیر آپدروسانچز،د لبنان ولسمشر میشل عون، د اتریش ولسمشر الکساندرفان در پلین او د یوشمیر نورو اروپایي هیوادونو مشرانو په دې پړاو ټاکنو کې جوبایدن ته د بریا مبارکي وکړې ده.
په څه باندې وروستیو دوو لسیزو کې دونالدټرامپ لومړنی ولسمشر دی چې نشي کولای د دویم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شي.