| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
جوبایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره هر ډول مخ آړ رد کړی دی
18 Apr 2021
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ګزارش ورکړی چې د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره هر ډول مخ آړ رد کړی دی.
د دې ورځپاڼې په ګزارش کې راغلي چې، جوبایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د رسمي اعلان لس ورځې مخکې، په یوې ناسته کې له خپلو سترو پوځي قومندانانو سره د سپتامبر تر یوولسمې د خپلو ځواکونو د بهر کولو پریکړه شریکه کړه.
دې ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د مشروطه وتلو اړوند د خپل هیواد د پوځي چارواکو لیدلوری رد کړی دی.
تیره اونۍ، د امریکا ولسمشر په یوې وینا کې، د سپتامبر یولسمه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو نیټه اعلان کړه.
دا پریکړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او له یوې نوې کورنۍ جګړې سره د افغانستان د مخامخیدو د اټکل سره مخامخ شوه.

خو ولسمشر غني، نن (یوه نۍ، وري نهه ویشتمه)، په یوې وینا کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.
هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان ته ګوتڅنډنې سره وویل: “په معاصر تاریخ کې، لومړی ځل دی چې افغانستان لپاره ټولو ته مناسب فرصت رامنځته شوی، مونږ له دوو کلونو راپدیخوا بشپړ چمتووالی لرو او د هغو د تلو لپاره مو هراړخیزه برنامه جوړه کړې ده.”
ښاغلي غني یاده کړه: “هغه مهال رارسیدلی چې د افغانستان ملي ځواکمنتیا په بشپړه توګه پلي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.”
د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار هم په دې ناسته کې وویل: “امریکا له مونږ (افغانستان) سره تړون لري، ژمنه یې کړې چې زمونږ له هیواد څخه ملاتړ کوي او له افغانستان سره د یوه خپلواک هیواد په توګه ژمنه لري.
له دې ټوول سره، له افغانستان څخه د امرکیايي ځواکونو د بشپړ وتلو په نیټه کې د ځنډ وروسته طالبانو هیښتیا ورکړې چې د هرې ټاکنې د ګټنې لپاره د دې ډلې د جنګیالیو لاسونه خلاص دي؛ خو د هیواد امنیتي او دفاعي چارواکي ډاډ ورکوي چې له هر ګواښ سره مخامخیدو توان لري.
