جوبایډن ټینګار لري چې په افغانستان کې د حضور لپاره د امریکا موخه، د سپټامبر یوولسمې بریدونو د سازمان ورکوونکو نیول وو او واشنګټن اوس د خپلې تر ټولو اوږدې جګړې پای ته نږدی دی.
د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د پیل یوه میاشت وروسته، جوبایډن په دې ناسته کې وایي چې هیواد یې د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته نږدی شوی دی.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې امریکا د سپټامبر د یولسمې بریدونو د عاملینو د نیولو په موخه افغانستان کې حضور وموند او اوس دې موخې ته رسیدلې ده.
هغه زیاته کړه: “مونږ د امریکا په تاریخ ې د تر ټولو لویې جګړې او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور پایته نږدې کیږو. غواړم ووایم چې ستاسې د حضور ارزښت، د تیرو ۲۰ کلونو د ماموریت د پایته رسیدو زمینه برابره کړې. مونږ له یوې روښانه موخې سره افغانستان ته ولاړو چې د هغو وګړو اخیستل وو چې د سپټامبر یوولسمې بریدونو کې یې لاس درلود. او همداراز په راتلونکي کې د افغانستان له خاورې پر امریکا د بل برید مخنیوی وکړو. مونږ او تاسې دې موخې ته رسیدلي یوو.”
جوبایډن همداراز وویل چې پر امریکا د القاعدې او داعش د بریدونو اټکل، یوازې له افغانستان څخه شتون نلري؛ بلکې د نړۍ په پنځو نورو سیمو کې هم دا ګواښ شتون لري.
هغه یادونه وکړه: “تمه نده چې ډیرۍ ګواښ یا د القاعدط او داعش له لورې د برید اټکل یوازې له افغانستان څخه اوسي. دا ګواښ به په نړۍ کې له پنځو نورو سیمو څخه هم وي چې القاعده او نور سازماني بنسټونه لکه داعش په کې د پام وړ حضور لري.”
خو د افغانستان د ملي امنیت لوی مشر وایي چې القاعده لا هم لویدیځ ته یو ګواښ دی.
د ملي امنیت لوی مشر، احمدضیا سراج چې نن پیلنۍ (غبرګولي اتمه)، یوې خبري ناستې ته وینا کوله، ویې ویل چې د القاعدې ګواښ لا پرځای دی او طالبانو له دې شبکې سره اړیکې ندي شلولي.
له دې سره، مخکې له دې پنټاګون هم اعلان کړی چې د امریکایي ځواکونو یو څلورمې برخې، تراوسه افغانستان څخه وتلي او واشنګټن د دې بهیر د چټکولو په هڅه دی.
که څه هم د افغانستان یو شمیر سیاستوالو او امریکايي چارواکو له افغانستان څخه د بهرني ځواک د وتلو د پایلو اړوند هیښتیا ورکړې ده، خو حکومت تل وتل یو فرصت بللي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه، د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري.