د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، په افغانستان کې جګړو او طبیعي پيښو، په روان کال کې نږدې ۲۰۰زره کسان اړ کړي چې خپل کورونه پریږدي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا)، اعلان کړی چې په روان زیږدیځ کال کې، نږدې ۲۰۰ زره تنه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې بېځایه شوي دي.
دې بنسټ، جګړه او سیلاوونه د خلکو د بېځایه کیدو اصلي لاملونه بللي او ټینګار یې کړی چې د نیستمنۍ او د جګړې د دوام له کبله، دا کسان نشي کولای خپلو کورونو ته ستانه شي.
اوچا همداراز ویلي چې بیځایه شوي بیړنیو او لومړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د نړیوالو بنسټونو په مرسته له دې کسانو سره د مرستې د هڅو خبر کوي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت رسنیز سلاکار، سیدعبدالباسط انصاري آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا بېځایه شوي او سمهال سرپناه، لومړنیو خوراکي توکو او روغتیايي چوپړتیاوو ته چدي اړتیا لري.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ د روان زیږدیځ کال له پیله تراوسه، په ټول هیواد کې نږدې څلویښت زره کورنۍ د جګړو له کبله بېځایه شوي.
مخکې له دې هم تل د بېځایه شویو کورنیو له حاته اندیښنې ښودل شوي.
د کډوالو چارو وزارت، د کورنیو بیځایه شویو د بېځایه کیدو اصلي لامل، په روان کال کې د جګړو زور اخیستل بولي.
د ګزارشونو بر بنسټ؛ یواځې په هلمند ولایت کې د طالب جنګیالیو او افغان پوځیانو ترمنځ د وروستیو جګړو له کبله، ۷زره کورنۍ بیلابیلو سیمو ته کډه شوي دي.