1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حامدکرزی: له طالبانو سره ګټورې خبرې اترې روانې دي

abdullah-karzai-
16 Aug 2021

پخواني ولسمشرحامدکرزي د روغې جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په یوه ګډ ویډیويي پیغام کې د هیواد روان حالت د بدلون لپاره د هڅو له دوام څخه خبر ورکړی دی.

ښاغلی کرزی وايي چې دی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د طالبانو د ډلې له مشرانو سره په اړیکه کې دي.

د پخواني ولسمشر په وینا، دواړه لوري په خپلو کې ښې همکارۍ لري او خبرې اترې یې ګټورې تمامې شوې دي.

له بلې خوا عبدالله عبدالله ویلي دي چې د دوی هڅې د رامنځته شوي حالت بدلون او په هیواد کې د سولې او ټیکاو ټینګښت په موخه دي.

د روغې جوړې لویې شورا مشر ټینګار وکړ چې دوی یو ځل بیا د هیواد له سیاسي مشرانو سره هم په خبرو اترو بوخت دي او د دوی هڅې د شخصي ګټو لپاره نه دي.

هغه هیله مندي ښودلې ده چې د دوی هڅې په هیواد کې ګټه ورې تمامې شوې دي.

تیره ورځ حامدکرزي د ده ،عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په غړیتوب سره د همغږۍ د یوې شورا له جوړیدو خبر ورکړ. د دې شورا د جوړښت موخه د سولې او واګې د سوله ییز لیږد د چارو اړوند ښې مشري ویلې ده.