| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
حامد کرزی: د سولي خبرو ځکه پایله نده لرلې چې یوه بهرنۍ پروژه وه
31 May 2021
مخکيني ولسمشر له ټولو لوریو وغوښتل چې د سولې ملي کولو سره، دا بهیر د بهرنیو له واک څخه بهر کړي.
ښاغلي کرزي نن (دوه نۍ، غبرګولي لسمه، “د کابل سولې هم اندۍ” په نوم ناسته کې د وینا په ترڅ کې، وویل چې د سولې خبرو تراوسه پایله نده ورکړې ځکه چې سوله یوه بهرنۍ پروژه وه او د سولې له نوم څخه ګټنه شوې ده.
هغه د دې ویلو سره چې د سولې د بهیر نامليتوب د سولې بهیر د بې پایلې پاتې کیدو لامل شوی؛ په یوه ملي بهیر یې د خبرو د بهیر د بدلیدو غوشتنه وکړه چې خبرې ژر تر ژره پایلې ته ورسیږي.
مخکیني ولسمشر له حکومت او طالبانو ډلې وغوښتل چې بامیان یا یو بل ولایت د خپلو خبرو د ځای په توګه وټاکي چې دا بهیر پایله له ځانه سره ولري.
کرزي زیاته کړه: “سوله په ملي بهیر واړوو. له ځانه او خپلې خاوره کې یې جوړه کړو. خدای دې وکړي چې د طالبانو تحریک او زمونږ حکومت ووایي چې راځئ بامیان ته ولاړ شو.”

د افغانستان د ژغورنې خوځښت مشر حضرت عمر زاخیلوال په دې ناسته کې وویل چې د جګړې له لارې د طالبانو د بریا ذهنیت، د سولې په بهیر کې د امریکا د سیاست تیروتنه، د سیمې د هیوادونو د ټلوالې نشتون او د ملي ټلوالې په جوړیدو کې د حکومت ناتواني، د سولې د خبرو د کړکیچنیدو بل لامل بلل کیږي.
هغه ټینګار وکړ چې اوس مهال حتې د “ارګ او سپیدار” ترمنځ له سولې واحده تعریف شتون نلري.
یو شمیر ویناوالو په دې ناسته کې، د دوحې د خبرو د بیا پیل مخکې د ملي ټلوالې په پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ، د سراسري اوربند پر سر پر هوکړې هم ټینګار وکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د دولت د مرکچي پلاوي د یوه غړي په وینا، تمه ده سبا یو شمیر مرکچي غړي د خبرو د بیا پیل لپاره دوحې ته ولاړ شي.
په کابل کې هم د دولت د لویې شورا د جوړیدو هڅې روانې دي؛ هغه شورا چې وکولای شي د سولې په برخه کې حکومت ته سلاوې ورکړي؛ خو یو شمیر سیاسي ګوندونه د دې شورا په بشپړ واک ټینګار لري. هغه څه چې تراوسه یې د دې شورا د جوړیدو مخنیوی کړی دی.
