1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حزب اسلامی:آمریکا په افغانستان کې د دوه سري حکومت جوړیدو په هڅه

pompeo
13 Apr 2020

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویلي دي چې آمریکا په افغانستان کې د دوه سري حکومت د جوړیدو په هڅه ده،خو عملي کیدل به یې د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي دي چې متحده ایالاتونه یو ځل بیا په افغانستان کې د دوه سري حکومت د جوړیدو په هڅه ده،خو عملي کیدل به یې د فغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

د دې ګوند په خبرپاڼه کې،همداشان راغلي دي چې آمریکا په افغانستان کې د مصالحې تر نامه لاندې،غواړي د محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ واک وویشي.

د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی فضل هادي وزین آرزو ټلویزیون ته وویل چې حکومت نباید د څو کسانو ترمنځ وویشل شي.

هغه زیاته کړه:حکومت او واک،کیک نه دی چې د څو کسانو او غاړو ترمنځ وویشل شي،بکې حکومت او نظام د یوې ادارې او سیسټم جوړول دي چې په هیواد کې سمون راولي او د خلکو ژوند ښه کوي.

پرون ماښام رسنیو ته یو شمیر سندونه رسیدلي چې په کې د دولت ساز ډلې ثبات او همپالنې ډلې ته د مشارکتي حکومت د جوړیدو وړاندیز کړی او عبدالله عبدالله هم دا طرحه منلې ده.

د دې طرحې پربنسټ،ښاغلی عبدالله د مصالحې د شورا مشري پر غاړه اخلي او له ولسمشر وروسته دویم کس دی.

خو عبدالله عبدالله ته نږدې کسان د ښاغلي عبدالله له لوري د دې طرحې منل ردوی او ټينګار کوي چې په دې تړاو خبرې اترې روانې دي او دا ډله به په ټولیزه توګه پریکړه وکړي.

ملي غورځنګ ګوند ویاند او ښاغلي عبدالله ته له نږدې کسانو بشیراحمدته ینج وویل چې ثبات او همپالنې ډلې،د یوه مشارکتي حکومت طرحه چمتو کړې او په دې طرحه کې ټولو سکالو او د واک ویش ته ځای ورکړل شوی.

له دې سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي دي چې هر هوکړه به د اساسي قانون پر اساس ترسره شي او دې هوکړې ته لاس رسی لا ډیر مهال ته اړتیا لري.

له دې ټولو سره،حامدکرزی،عبدرب رسول سیاف،یونس قانوني او کریم خلیلي له هغو څيرو دي چې د سیاسي مشرانو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي