د آزادو سیالیو لوبغاړی حسینبخش صفري، د خپل ځواکمن روسي سیال اکتابرین یکولیوف پر وړاندې بریالی شو.
دا سیالۍ تیره ورځ درې نۍ ( وري ۱۷/ اپریل ۶مه) د روسیې په پلازمینه مسکو ښار کې ترسره شوه چې په کې، دا افغان ورزشکار وتوانید کوربه لوبغاړي ته ماته ورکړي.
ښاغلي صفري له دې مخکې هم له هیواده بهر په ډیریو سیالیو کې ګډون کړی او تر اوسه یې د سرو زرو او سپینو زرو څو مډالونه هم خپل کړي دي.
دې افغان لوبغاړي تیر کال د دویم ځل لپاره په “فولکونتکت” برخه کې د جوجیتسو نړیوال فدراسیون په رده بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.