1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حسین‌بخش صفری خپل روسي سیال مات کړ

Afghan-Athlet-Hussain-Bakhsh-Safari-880x674
29 Dec 2019

افغان لوبغاړی حسین بخش صفري په مسکو کې په یوې آزاده سیالۍ کې پرون شپه( دمرغومي ۷مه/ډسمبر۲۸مه) د پیتربرگ پر وړاندې بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې حسین بخش په ۶۳ کیلو ګرام او پیټربرګ په ۶۱ کیلوګرامه وزن سره لوبه وکړه چې افغان لوبغاړي له روندونو وروسته د دې لوبی وړونکی شو.

د ملي یوالی حکومت مشرانو اود هیواد یوشمیر زیاتو سیاسي څيرو د حسین بخش دا بریا مبارکي وویله،د ټولنیزو شبکو کارونکو هم په خوښۍ سره له دې بریا هرکلی وکړ.

له دې سیالۍ وړاندې،ښاغلي صفري څلورې بریاوې او یوه ماته او روسي لوبغاړي پیټربرګ پنځه بریاوې او دوه ماتې درلودې.

حسین بخش وړاندې له دې هم په نورو ورزشي رښتو کې،په بهرنیو سیالیو کې په خپل حضور سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړی وو.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي