1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حمدالله محب: حکومت توغندیز بریدونه بې‌ځوابه نه پریږدي

محب
21 Jul 2020

د ملي امنیت د شورا سلاکار، د هیواد ختیځ ته په خپل سفر کې، که څه هم له پاکستاني پوځیانو یادونه ونکړه، خو ټینګار یې وکړ چې دښمن له طالبانو سره په همکارۍ د داشان بریدونو ترسره کولو سره، د افغانستان په خاوره کې د تاسیساتو او پوځي اډو د جوړولو په هڅه دی.

 

د ننګرهار او کنړ ولایتونو په ځینو برخو د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د حکومت پر چوپتیا د نیوکو په لړ کې، د ملي امنیت د شورا سلاکار د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ، ختیځو ولایتونو ته په سفر کې هیښتیا ورکوي چې دا بریدونه به بې ځوابه پرې‌نښودل شي.

د ملي امنیت د شورا سلاکار، حمدالله محب نن (درې نۍ، چنګاښ۳۱)، په کنړ ولایت کې د توغندیزو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل چې حکومت به دا بریدونه بې‌ځوابه پرې‌نږدي.

ښاغلي محب که څه هم په وروستیو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو یادونه ونکړه، خو ټینګار یې وکړ چې دښمن له طالبانو سره په همکارۍ د داشان بریدونو ترسره کولو سره، د افغانستان په خاوره کې د تاسیساتو او پوځي اډو د جوړولو په هڅه دی.

ښاغلي محب په ننګرهار ولایت کې له امنیتي مسوولینو سره په ګډه ناسته کې، د پوله ساتو ځواکونو په لیکو کې ستونزې ومنلې او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د دښمن مرکزونه او پټن ځایونه موخه وګرځوي.

هغه زیاته کړه: “اوس مهال پوله ساتي ځواکونه په ښارونو کې میشت دي، د دې پرځای چې په پولو کې اوسي او له لیکو دفاع وکړي.”

د ملي امنیت د شورا سلاکار همداراز وویل چې په ولسوالیو کې د سمون ترڅنګ، د پوله ساتو ځواکونو د پیاوړتیا او ښه والي برنامه هم د پلي کیدو په حال کې ده.

محب زیاته کړه چې حکومت له طالبانو سره سوله غواړي، خو بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې طالبان ابزار وګرځوي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغه یادونه وکړه چې مونږ له طالبانو سره د سولې غوښتونکي یوو؛ خو د طالب له آدرسه بهرنیانو ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ پر خاوره برید وکړي او دې هیواد کې جګړې ته دوام ورکړي. ځکه مونږ پوهیږو چې د دې جګړې اصلي مسوولین څوک دي او له کومه ځایه راځي.

ستر امنیتي پازوال په داسې حال کې د هیواد د ختیځ امنیتي حالت ارزوي چې مخکې له دې ولسي جرګې د افغانستان په خاوره د پاکستان له لورې د توغندیو د توغول کیدو په باب د حکومت په نه پاملرنې نیوکه کړې وه.

د قانون جوړوونکو د معلوماتو له مخې؛ په تیر یوه کال کې د پاکستان له لورې د ننګرهار او کنړ په برخو له ۱۳زرو ډیر توغندي توغول شوي او یوازې په تیره یوه اوونۍ کې د دې هیواد د توغندیو د توغولو په پایله کې، په کنړ کې ۶ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۱ تنه نور هم ټپیان شول.