| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
حمدالله محب: طالبان به تاوتریخوالی ډیر کړي
01 May 2021
د ملي امنیت شورا سلاکار وایي چې طالبان به واک ته د رسیدو لپاره خپل بریدونه ډیر کړي؛ طالبانو هیښتیا ورکړې چې د دوحې د هوکړه لیک نقض سره، د هر ګام لپاره د دې ډلې د جنګیالیو لاسونه خلاص دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب نن (پیلنۍ، غویي یولسمه)، له سترو امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې د دوی د اطلاعاتو پر بنسټ، طالبان خپل تاوتریخوالی ډیروي.
هغه وویل چې طالبان واک ته د رسیدو لپاره خپل بریدونه ډیروي خو دا ډله د جګړې له لارې بریا ته نه رسیږي او حکومت د دې ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره لازم چمتووالی لري.
ښاغلي محب همداراز وویل چې د القاعدې شبکې ګواښ هم څه نا څه شتون لري.

نن د مې لومړۍ، د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل وو؛ هغه بهیر چې همدا دوه اونۍ مخکې د امریکا د ولسمشر له لورې پنځو میاشتو ته وځنډید.
له دې سره، د ملي دفاع وزارت واکپال ستر جنرال محمد یاسین ضیا وایي چې نن دا بهیر په رسمي بڼه پیل شو.
ښاغلي ضیا وویل: “د بهرنیو ځواکونو وتل عملاْ پیل شوي دي. په هغو سیمو کې چې د هغوی لوژیستیکي موضوعات او سپارل بشپړ شوي، شونې ده د روانې اونۍ ترپایه هغه سیمه تسلیم کړي او وروسته بګرام اډې ته لیږدول کیږي.”
د ملي امنیت شورا سلاکار په دې ناسته کې وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو مسئله د اندیښنې وړ نده. هغه ټینګار وکړ چې د جګړو په ډګر کې په دې ځواکونو اتکا دومره ډیره نه وه.
خو له افغانستان څخه د بشپړو امریکايي ځواکونو د وتلو ځنډ، د طالبانو له غبرګون سره مخامخ شوی او د مخکینیو دريځونو پر دوام، د طالبانو ویاند په یوه ټویټ کې ویلي چې له دې وروسته، د دې ډلې د جنګیالیو لاس د هر ګام لپاره خلاص دی.

له دې سره هم مهاله، د روسیې د تاس خبري آژانس د دې هیواد د امنیت شورا منشي په حواله لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو حضور په اوږدو کې په خپلې دندې عمل ندی کړی او اوس چې د افغانستان خلک له سختو او ستونزمنو شرایطو سره مخامخ دي، له دې هیواد څخه ووځي.
څوارلس میاشتې مخکې، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نیټه، امریکا او طالبان د څو میاشتنیو چنو وروسته، یوې هوکړې ته ورسیدل؛ هغه هوکړه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل مخکې د پنځو زرو طالب بندیانو خوشې کیدو ترڅنګ، د روان زیږدیځ کال د مې تر لومړۍ د بشپړو امریکايي ځواکونو وتل هم په کې لیکل شوي وو.
خو په امریکا کې د نوې ادارې منځته راتلو سره، ولسمشر بایډن پر دې هوکړه بیا کتنه وکړه چې په لړ کې یې د دې ځواکونو وتل تر نږدې پنځیو میاشتو وځنډول شو.

