د ملي امنیت شورا سلاکار له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې وایي چې د سولې په خبرو کې د حکومت لومړیتوب، اوربند دی، خو طالبان پر واک ځیرنه لري.
حمدالله محب له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د حکومت لومړیتوب، ټولیز اوربند دی، خو طالبان ډیرۍ د امارت په څوکاټ کې پر واک ځیرنه لري.
ښاغلي محب، د لنډمهالي حکومت د بحث د مطرح کیدو اړوند وروستۍ څرګندونې شایعه وبللې.
هغه وویل چې تراوسه د لنډمهالي حکومت اړوند هیڅ خبر نده شوې او مرکچي لوري اوس د خبرو د دوام لپاره د اجنډا په جوړولو بوخت دي.
په افغانستان کې د لندمهالي ادارې اړوند خبرې، کابل ته د زلمي خلیلزاد د وروستي سفر وروسته ډیرې شوې او یو شمیر سیاسیونو ویلي چې خلیلزاد له هغو سره په خپلو ناستو کې، د لنډمهالي حکومت خبرې کړي. یو شمیر سیاسي څهرو همداراز له دې طرحې ملاتړ اعلان کړی دی.
خو ښاغلی محب، د داشان غوښتنو په غبرګون کې وایي چې داشان څرګندونې به هیڅ ځای ونه نیسي.
خو هغه د دې ویول سره چې په سیاست کې اختلافونه شتون لري، زیاته کړه: سیاستوال کولای شي د خبرو له لارې خپل اختلافونه حل کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي… که د هغوی نظر (لنډمهالی حکومت) وي، هیڅ کار نه کیږي- تر هغه چې ورته شرایط برابر ونه اوسي.
د ملي امنیت شورا سلاکار، طالبان تورن کړل چې دې ډلې د دوحې د هوکه لیک پرخلاف، د جګړه ییزې بڼې بدلون سره تاوتریخوالی ډیر کړی دی.
د هغه په وینا، طالبانو اوس په شارونو کې خپلو بریدونو ته بدلون ورکړی او دا ډله اوس د ماینونو چاودنې ته سازمان ورکوي او همداراز موخه ییزې وژنې ترسره کوي.
هغه د خپلو خبرو په یوې بله څنډه کې وویل چې د سولې د بهیر د بریالیتوب په صورت کې، په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد جګړه همداراز دوام ومومي.
له دې ټولو سره؛ اندونه دا دي چې د هرې ورځې په تیریدو سره، د افغانستان د سولې او جګړې قضیه پیچلې کیږي، ځکه د افغانانو ترمنځ د خبرو د دویم پړاو له پیله د دوو اونیو تیریدو سره، دواړه لوري تراوسه د اجنډا په یوولو ندي بریالي شوي، او له بلې خوا ناکرارۍ او تاوتریخوالي کچه د پام وړ اوچته شوې ده.