| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
حمدالله محب: په سیمه کې هیڅ هیواد د هغه امارت چې طالبان یې غواړي ملاتړ نه کوي
06 Feb 2021
د ملي امنیت شورا سلاکار وایي چې د سیمې هیوادونو طالبانو ته پریکنده ځواب ورکړی او هیڅ چا طالباني نظام ندی منلی؛ که طالبان سوله ونکړي، جګړې ته چمتووالی لرو.
د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب نن (درې نۍ، سلواغې اولسمه)، له سترو امنیتي چارواکو سره په یوې خبري ناسته کې وویل چې طالبان د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دي.
که څه هم دا ډله په خبرو کې په پلمې لټولو تورنوي، همداراز هیښتیا ورکوي که طالبان سوله ونکړي، حکومت د دې ډلې پر وړاندې جګړې ته چمتو دی.
ښاغلي محب زیاته کړه: “طالبان نه سوله غواړي او هره ورځ د خلکو وژنې ته دوام ورکوي. هغه هیوادونه چې د افغانستان له راتلونکي اندیښمن دي، طالبانو ته یې قاطع ځواب ورکړی دی… هیڅ څوک چمتو ندی چې د طالبانو نظام ومني. په سیمه کې هیڅ هیواد له هغه امارت څخه چې طالبان یې غواړي، ملاتړ نه کوي.”
حمدالله محب همداراز د نظام د ړنګولو لپاره د طالبانو هوډ ته ګوتڅنډنه وکړه. دی وایي چې حکومت دې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د نظام ړنګولو سره، په افغانستان کې د خپلو ملاتړو موخې پلي کړي.
ښاغلي محب زیاته کړه: “طالبان واک غواړي. طالبان د نظام ړنګیدل غواړي. دا ډله بل هیڅ څه نه غواړي، نور هر څه پلمه ده. که د واک ترلاسه کیدل د ټول افغانستان د ویرانۍ په کچه هم تمام شي، دا ډله ورته چمتو ده.”
ښاغلي محب ځینې کړۍ د سولې په ناوړه ګټنې تورنې کړې، خو دا کړۍ یې مشخصې نکړې.
هغه همداراز د طالبانو د روانې جګړې په تړاو وویل چې طالبان ډیرۍ د ښارونو مرکزونو ته ځیرنه کړې او په روان ژمي کې د دې ډلې په بریدونو کې پوځیانو او ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي چارواکو هم په دې ناسته کې طالبانو ته هیښتیا ورکړه؛ که سوله ونکړي، امنیتي سرتیري د هغو پر وړاندې جګړې ته بشپړ چمتووالی لري.
د کورنیو چارو وزیر، مسعود اندرابي په دې ناسته کې وویل چې طالبان د هیڅ ولایت د ړنګولو وړتیا نلري.
د هغه په وینا، طالبانو اوس په کندهار کې جګړه پیل کړې او له نورو ولایتونو یې خلک غوښتي، خو دا وګړي له امنیتي سرتیرو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
ښاغلي اندرابې طالبانو ته په خطاب کې وویل: “که طالبان جګړه وټاکي، مونږ د دفاع او د هغو د ځپلو لپاره چمتووالی لرو.”
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، شاه محمود میاخیل هم په دې ناسته کې وویل چې طالبانو په “ناسمه محاسبه” کې، هڅه لرله چې د جګړې د دوام له لارې، ډیر امتیاز ترلاسه کړي.
هغه وویل چې طالبان په ولایتونو کې خپلو موخو ته ندي رسیدلي او له ماتې سره مخ شوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې طالبانو تل په لویو ښارونو کې په وروستیو چاودنو کې لاس لرل رد کړي دي.
له دې ټولو سره، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د دویم پړاو له پیله د یوې میاشتې تیریدو سره، د خبرو میز سوړ دی او د طالبانو پلاوي خپل سیمه ییز سفرونه پیل کړي. دواړو لوري همداراز یو بل د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ یادوي.
