1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حنیف اتمر: په سیمه کې هیڅ هیواد د طالباني رژیم د ستنیدو زغم نلري

حنیف-اتمر
11 Feb 2021

د بهرنیو چارو وزیر وایي چې سیمې طالبانو ته روښانه پیغام ورکړی او له دې ډلې یې له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو د شلولو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

 

محمد حنیف اتمر، نن (پنځنۍ، سلواغې۲۳)، په یوې خبري ناسته کې د سولې د خبرو د بهیر په تړاو د سیمه ییزې ټلوالې د رامنځته کیدو ډاډ ورکړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د سیمې هیوادونه د طالباني نظام د ستنیدو زغم نلري او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې د خبرو میز ته ستانه شي.

ښاغلي اتمر یاده کړه: “سیمې په روښانه توګه د طالبانو د سفرونو پرمهال روښانه کړې چې په سیمه کې هیڅ څوک د طالباني رژیم د ستنیدو زغم نلري. یواځې خلک نه، بلکې سیمه او نړۍ هم طالبان نه غواړي… سیمې په روښانه طالبانو ته هیښتیا ورکړې چې له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.”

د بهرنیو چارو وزیر یاده کړه چې سیمې او نړۍ د خلکو په ارادې او د دولت په مشرۍ له یوه سیاسي بهیر څخه په ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه د خپلو خبرو په یوې څنډه کې وویل چې د دوحې د سولې د خبرو بهیر، تراوسه کړکیچ ته ندی رسیدلی.

ښاغلي اتمر هیله وښوده چې د خلکو غوښتنې او پر طالبانو د سیمې او نړۍ فشار وروړلو ته په کتو سره، د طالبانو ډلې پلاوی د خبرو میز ته ستون شي.

له دې سره، د افغانستان دولت د دوحې د هوکړه لیک د بیا کتنې لپاره د امریکا دولت له پریکړې هم هرکلی کوي.

د هیواد د دیپلوماسۍ دستګاه مشر یاده کړې: “امریکا روښانه کړې، په داسې حال کې چې په بشپړه د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي، لازمه ګڼي چې د دوحې هوکړه لیک په جدي توګه و ارزوي. متحده ایالتونو همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان دولت سره په سلاوو کار کوي.

د بهرنیو چارو وزیر د سولې په تړاو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ګډو برنامو د ترلاس لاندې نیولو خبر ورکړ.

هغه وویل چې په دې بهیر کار له تیرې شپې راهیسې پیل شوی، د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکاران په کې شامل دي او د دواړو هیوادونو مهم وزارتونه په کې حضور لري.

له دې ټولو سره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د خبرو میز ته د طالبانو ډلې د ستنیدو اړوند هیله مندي ښيي چې د دوحې د خبرو بهیر اوس مهال په ټپه دریدلی او د طالبانو پلاوی هم په سیمه ییزو سفرونو بوخت دی.

باور دا د یچې د طالبانو پلاوی د امریکا د نوې ادارې د سیاست او د دوحې د هوکړه لیک د بیا کتنې اړوند د دې هیواد د پریکړې په تمه دی.