د اسلامي حزب مشر په یوې وینا کې ادعا کړې چې امریکا و پاکستان، په واک کې د اشرف غني د پاتې کیدو وړاندیځ کړی وو.
ګلبدین حکمتیار ویلي: “د امریکا او پاکستان له لورې یې طالبانو ته پیغام واستاوه چې چمتو یو د یوه کال او شپږ میاشتو یا یو کال لپاره، همدا حکومت اوسي او مشري یې اوسنی ولسمشر وکړي او طالبان او نور لوري به هم په کې ګډون ولري او په دې توګه د ټولو لپاره د منلو وړ حکومت جوړ شي؛ خو ونه منل شو.”
ښاغلي حکمتیار خپله هم مخکې له دې په هیواد کې د لنډمهالي حکومت د جوړیدو ملاتړ کړی دی.
د لنډمهاله حکومت د جوړیدو اړوند بحثونه، کابل ته د خلیل زاد د سفر وروسته او په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو دویم پړاو پیل سره هم مهاله ډیر شول.
خو ولسمشر غني تیر ماښام (جمعه، مرغومې نوولسم)، له “سيانان” شبکې سره په مرکه کې ویلي چې واک به د خلکو په خوښه خپل ټاکلي ځایناستي ته وسپاري.