1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حکمتیار: سبا په کابل کې لوی لاریون کوو

حکمتیار
01 Apr 2021

د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار په یوې وینا کې، په کابل ښار کې د خپلو پلویانو د پراخ لاریون د ترسره کیدو خبر ورکړ.

 

ښاغلي حکمتیار نن (پنځنۍ، وري دولسمه)، وویل چې حکومت د دې ګوند غوښتنو ته پاملرنه نده کړې.

د اسلامي حزب مشر د دې اعتراضونو ترڅنګ، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دې ګوند د وسله والو کسانو د راټولیدنې هیښتیا هم ورکړه.

حکمتیار ټنیګار کړی چې د دې ګوند د وسله والو کسانو راټولیدنې سره، هڅه کوي چې نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي چې حکومت له اسلامي حزب سره د خپلو ژمنو عملي کولو په برخه کې چې د دې حزب وسله وال کسان د امنیتي سرتیرو په لیکو کې جذبوي، پاتی راغلی دی.

هغه مخکې له دې هم هیښتیا ورکړې وه که د اسلامي حزب د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د دوی غوښتنې عملي نشي، ارګ به کلابند او محمد اشرف غني به له واک څخه ګوښه کړي.

حکومت تراوسه د ښاغلي حکمتیار د دې څرګندونو اړوند څه ندي ویلي.