1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حکمت‌یار: د سولې د بهیر خرابیدو لپاره هڅې دوام لري

حکمتیار-
15 Feb 2020

د اسلامي ګوند مشر وایي چې لاهم یو شمیر کړۍ د سولې د خبرو اترو د بهیر د خرابولو په هڅه دي، دی وایي په هیواد کې د سولې په اړه پریکړه کوونکې مرجع شتون نه لري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (پیلنۍ سلواغې ۲۶/فبروري ۱۵) له افغانستان د پخوانۍ شوروي د وتلو په کلیزه کې د امریکا او  طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې پرمختګ او له هیواد څخه د امریکایي ځواکونو وتلو اړوند د سپینې ماڼۍ له پریکړې هرکلی وکړ.

هغه زیاته کړه: ” مونږ د امریکا او طالبانو له خبرو اترو ملاتړ او د خپلو ځواکونو د بهر کولو اړوند د ټرامپ له دریځ څخه هرکلی کوو او دا پریکړه د امریکا او افغانستان په ګټه بولو.“

ښاغلي حکمتیار نیوکه وکړه چې لاهم په هیواد کې دننه د سولې خبرو اترو پرمخ وړلو لپاره سیاسي اجماع شتون نه لري او آن یو شمیر کسان هڅه کوي چې دا بهیر خراب کړي.

هغه وویل: په خواشینۍ سره په هیواد کې دننه تر اوسه یوه سیاسي اجماع شتون نه لري، بلکې د سولې د بهیر د خرابیدو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي حکمتیار همداشان د سولې لپاره د طرحې د جوړښت او د سولې د خبرو اترو په بهیر کې د ټولو خواوو د غوښتنو ځای پر ځای کیدو لپاره یوې واکمنې او پیاوړې ادارې په رامنځته کیدو ټينګار وکړ.

د هغه په وینا دا اداره په هیواد کې دننه له ټولو ښکیلو خواوو استازیتوب کولای شي.

ښاغلي حکمتیار وړاندې له دې هم وویل چې باید د درېیو ټاکنیزو ډلو (دولت جوړونکي، ثبات او همپالنې او سولې او عدالت) او هغه کسان چې له حامد کرزي سره یو ځای دي، راټول او یوه واحده اداره رامنځته شي او د سولې په اړه خپله وروستۍ پریکړه وکړي. خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا تل له طالبانو سره مخامخ خبرو اترو لپاره یوه هراړخیز پلاوي له جوړښته خبر ورکړی دی.

له دې ټولو سره متحده ایالتونه او د طالبانو ډله د سولې د هوکړه لیک ته نږدې شوي او تمه ده د تاوتریخوالو کمیدو وروسته عملي شي، هغه هوکړه لیک چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره زمینه برابروي.