1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حکمت‌یار: د رڼو ټاکنو ترسره کیدو او سولې ټینګښت لپاره دې لنډمهاله حکومت جوړ شي

حکمتیار
06 Dec 2019

ښاغلي حکمتیار چې په کابل کې یې د خپلو پلویانو تر منځ خبرې کولې،اوسنی حکومت یې د جګړو د دوام او دسولې پر وړاندې خند وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې حکومت په دوام سره،سوله شونې نه ده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې یو شمیر پلویانو نن (جمعه،لیندۍ ۱۵مه/ډیسمبر ۶مه)د کابل واټونو ته راووتل او له هغه څه چې دوی یې سازمان شوې درغلۍ بولي په دې بهیر کې د روڼتیا د ټینګښت غوښتونکي شول.

اعتراض کوونکي همدا شان هیښتیا ورکوي چې که چیري یې غوښتنو ته رسیدنه ونه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

 

 

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر کې ګلبدین حکمتیار چې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې. اوسنی حکومت یې د جګړو د دوام او دسولې پر وړاندې خند وباله.

هغه ټينګار وکړ چې د اوسنیو کړکیچونو حل لپاره لنډمهاله حکومت جوړښت ته اړتیا ده او دویم پړاوو ته د ټاکنو د تلو په صورت کې،د رڼو ټاکنو ترسره کیدو او دسولې خبرو اترو پر مخ وړو لپاره باید موقت حکومت جوړ شي.

حکمتیار زیاته کړه:که چیري ټاکنې دویم پړاوو ته لاړې شي چې باید لاړې شي او یا هم دا ټاکنې په ټوله کې باطله اعلان شي او ټولې خواوې پرې هوکړه وکړي،په دواړه صورت کې  یوه واکپال یا لنډمهاله حکومت ته اړتیا لرو.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر همدا شان وویل چې  دسولې خبرو اترو بهیر پر مخ وړو لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې ولسمشرۍ نوماندان حق نه لري د ټاکنو لارې ته په خپله سلیقه بدلون ورکړي.

ښاغلي صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: د ټاکنو د بهیر په ترڅ کې ولسمشرۍ نوماندان،نشي کولای د ټاکنو پایلې د خپلې خوښې او سلیقې په لور بوځي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنو  او په دې بهیر کې د نه روڼتیا په غبرګون کې اعتراضونه له یوې اونۍ را په دې خوا په کابل او نورو ولایتونو کې پیل شوي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو شمیر پلویانو هم نن(جمعه)په بامیان او کاپیسا ولایتونو کې لاس په اعتراض ووهه او په ټاکنو کې د روڼتیا غوښتونکي شول.

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي آرزو ته وایې چې دا کمېسیون چمتو دی ترڅو له اعتراض کوونکو نوماندانو سره د ملي او نړیوالو څارونکو په حضور سره د دوی غوښتنو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کیدو څخه د څه د پاسه دو میاشتو په تیریدو سره،دا بهیر له ستونزو سره مخ دی.

تیره ورځ د رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیزې ډلې هم د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه او د ټاکنیز کړکیچ حل لپاره د مصالحې د حکومت پر جوړښت یې ټینګار وکړ.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي