| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
حکومت د باختر سروزرو ګنجینه ملي شورا، مدني او رسنیزو فعالانو ته ښایي
03 Feb 2021
وروسته له هغه چې ولسي جرګې د هیواد د سروزرو ګنجینې د قاچاق اړوند اندیښنه وښوده، حکومت پریکړه کړې چې د “ملي شورا غړي، مدني او رسنیز فعالان” د “سروزرو زیرمو او باختر ګنجینې” لیدلو ته وبولي.
د ولسمشر سلاکار، وحید عمر وویل چې دا پریکړه نن (څلورنۍ، سلواغې۱۵)، د کابینې په ناسته کې شوې ده.
ښاغلي عمر زیاته کړې: دا ګنجینه د تاریخ له لوړو او ژورو ساتل شوې او هغه وخت رارسیدلی چې خلک یې د ساتنې د څرنګوالي اړوند ډاډ من شي.
به اساس فیصله کابینه، اعضای شورای ملی، جامعه مدنی و رسانه ها برای بازدید از ذخایر طلا، به شمول گنجینه باختر، فراخوانده خواهند شد. این گنجینهها از فراز و فرود های تاریخ محفوظ مانده اند و وقت آن است تا مردم ما در مورد شیوه نگهداری از آنها مطمئن شوند. کار روی طرح آن جریان دارد.
— Waheed Omer (@Waheed_Omer) February 3, 2021
تیره اوونۍ د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني د باختر سروزرو ګنجینې د برخه لیک اړوند اندیښنه ښودلې وه.
هغه په کابل کې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر څخه د قاچاق په تړاو ګزارشونو ته ګوتڅنډنې سره وویل چې د داشان کار په صورت کې، د باختر سروزرو ګنجینه به محفوظه نه وي.
ښاغلي رحماني همداراز د افغانستان مرکزي بانک د اعتبار وړ ونه باله او په امانت ډول یې د نړۍ یو معتبره هیواد ته د دې ګنجینې د استول کیدو غوښتنه وکړه.