1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حکومت: طالبان دې د سولې د خبرو پرمهال تاوتریخوالی ودروي

ارگ
13 Aug 2020

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې طالبان باید د خبرو پرمهال له جګړې او تاوتریخوالي د امتیاز په توګه ګټنه ونکړي.

 

د افغانانو ترمنځ د خبرو په درشل کې، حکومت د طالبانو له لورې د نښتو د دریدو غوښتونکی دی.

د ولسمشرۍ سلاکار، وحید عمر نن (پنځنۍ، زمري۲۳)، په یوې ناسته کې وویل چې د خبرو په میز کې لومړنی بحث به، د اوربند ټینګښت او له هغه د څارنې کړنچاره وي.

ښاغلي عمر له طالبانو وغوښتل چې د خبرو پرمهال د تاوتریخوالي دوام سره باید په دې بهیر کې د امتیازاخیستلو په لټه ونه اوسي.

هغه زیاته کړه چې د حکومت مرکچي پلاوی چمتو دی چې په دیني، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي مسایلو له طالبانو سره سلاوې وکړي.

د طالبانو د ۴۰۰ پاتو بندیانو له خوشې کیدو سره هم مهاله به د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل نیته هم روښانه شي.

د دې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کیدو حکم، څلور ورځې وړاندې د ولسمشر غني له لورې لاسلیک شو؛ خو تراوسه دا کسان ندي خوشي شوي.

تمه ده د سیمې او لویدیځ یو شمیر هیوادونه، د افغانانو ترمنځ د خبرو له بهیر څخه څارنه وکړي.

په دې وروستیو کې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي چې دی د خپل هیواد په استازولۍ په دې خبرو کې ګډون کوي.

د سولې د ولسي ټولنې مشر، سیداکبر آغا په دې اړه وویل چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې به په اوربند او په دې بهیر کې د حکومت په کمکاریو خبرې وشي.

که څه هم د دې خبرو د پیل لپاره خوښبینۍ خپلې لوړې کچې ته رسیدلي؛ خو د دواړو لوریو د لیدلوریو لرې والي ته په کتو سره، داسې تر سترګو کیږي چې دا خبرې به لا وغځیږي.