د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د رویټرز له لورې د سولې د مذاکراتو د ناستو د کړنچارې وروستي کیدو په تړاو خبر ناسم وباله.
د رویټرز خبري آژانس له لورې په دوحه کې د سولې د مذاکراتو د ناستو د کړنچارې وروستي کیدو خبر د خپریدو په لړ کې، حکومت دې خبر ته غبرګون وښود.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی چې؛ د سولې د مذاکراتو د ناستو د طرزالعمل د وورستي کیدو په تړاو د رویترز خبري آژانس له لورې خپور شوی خبر، صحت نلري.
رویترز نن (درې نۍ، تلې ۱۵)، په قطر کې د درییو رسمي سرچینو په حواله ګزارش خپور کړی چې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي، د افغانانو ترمنځ د خبرو د کړنچارې پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.
د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د مرکچي پلاویو مذاکرات، نږدې څلور اوونۍ وړاندې په دوحه کې پیل شول، خو سرچینو ویلي دي چې پر دوو سکالو؛ د فقه حنفي پر بنسټ پریکړې او د د قطر هوکړه پر سر اختلافونه، د ناستو د کړنچارې پر سر د هوکړې د ځنډیدو لامل شوي.