1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خالد: د با عزته سولې په اړه فکر کوو نه د حکومت د تسلیمولو

اسدالله خالد، د ملي دفاع وزارت واکپال
21 Jan 2020

د ملي دفاع وزارت وزارت واکپال وایي، چې د سولې خبرې اترې باید د نظام د بدلون او طالبانو ته د حکومت د تسلیمولو لامل ونګرځي.

د تاوتریخوالي د کمیدو د طرحې پر سر د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې ته نږدې کیدو سره، ظاهراْ حکومت د دې هوکړې اړوند رضایت نه لری.

وروسته له دی چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د تاوتریخوالي د کمښت طرحه د خلکو او نړیوالې ټولنې د غولولو لپاره وبلله، د ملي دفاع وزارت بیا اوس د سولې په خبرو کې د امنیتي سرتیرو د لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزارت واکپال، اسد الله خالد وایي، چې خلک د سولې غوښتونکي دي، خو سوله باید د نظام د بدلون او د حکومت د تسلیمیدو لامل ونګرځي.

“زمونږ ګټه یواځې په جګړه کې نه ده. د ورځې په پاې کې مونږ سولې ته هم فکر کوو. خو با عزته سوله او د لاسته راوړنو ساتنې سره، نه د حکومت بدلون او د حکومت تسلیمیدل.”

ښاغلی خالد همداشان په روان کال کې د طالبانو د الفتح عملیاتو د پاتې کیدو خبر ورکوي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو سږکال د ګڼو ولایتونو د نیولو هوډ درلود، خو دا ډله، خپلې “موخې ته ونه رسیده ” او امنیتي سرتیرو “ډیرې سیمې” له دې ډلې بیا ونیولې.

د دفاع وزارت په داسې حال کې سږکال د حکومت لپاره د لاسته راوړنو کال بولي چې په وروستیو میاشتو کې، په بیلابیلو سیمو او په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې جګړې زور اخیستی دی.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک