1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خالد: طالبان جګړو ته په زور ورکونې سره د خبرو اترو میز تر شا د امتیاز په لټه دي

اسدالله-خالد
06 Sep 2020

د ملي دفاع وزارت واکپال اسدالله خالد وایي د افغانانو ترمنځ خبرو پیل لپاره هڅو سره سره،د طالبانو ډلې خپل بریدونه نه دي راکم کړي، بلکې لا یې ډير کړي دي.

د ملي دفاع وزارت واکپال اسدالله خالد نن ( یوه نۍ/یکشنبه، د وږي/سنبلې ۱۶) په لغمان ولایت کې یوې ناستې پر مهال وویل چې د افغانانو ترمنځ خبرو پیل لپاره د افغانستان د دولت چمتو والی سره سره، طالبانو همدا شان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د ښاغلي خالد په وینا، دا ډله د تاوتریخوالو او نښتو په ډيریدو سره، د سولې خبرو اترو د میز تر شا د امتیاز تر لاسه کولو په لټه ده.

د ملي دفاع وزارت واکپال په داسې حال کې چې د جګړې په ډګر کې ستونزې او نیمګړتیاوې مني، خو د حل ډاډ یې ورکړ او ویې ویل چې د هیواد هیڅ یوه برخه به د دې ډلې تر ولکې لاندې رانشي.

خالد وویل چې سوله د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه او د حکومت له لومړیتوبونو ده او امنیتي ځواکونو، محدودیتونه سولې ته د رسیدو لپاره، منلي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې تمه ده روانه اوونۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د ډلې او حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان له مرکچي پلاوي سره خبرو اترو ترسره کیدو لپاره خپل ۲۱ کسیز پلاوي نوملړ خپور کړ.

د طالبانو د مشرتابه فرمان پربنسټ، د دې پلاوي مشري مولوي عبدالحکیم،کوي مرستیال به یې عباس ستانکزی او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند هم محمد نعیم وردک معرفي شول.

له دې سره هم مهاله، د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په څلورمه دوحې ته د زلمي خلیل زاد له سفره خبر ورکړی دی.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي