1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیلزاد: روسیه او امریکا په ګډه په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره کار کوي

ییسیسیس
14 Jun 2021

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په تړاو له مسکو سره د واشنګټن د نږدې همکاریو خبر ورکړی دی.

زلمي خلیلزاد قزاقستان ته په خپل سفر کې، د افغانستان د سولې د خبرو پایلې ته رسیدو لپاره د واشنګټن او مسکو ترمنځ پر نږدې همکاریو ټینګار کړی دی.

هغه په یوې خبري ناسته کې وویل: “تاسې شاید حیرانه شئ چې روسیه او متحده ایالتونه په افغانستان کې د سولې د ترویج لپاره په ښه توګه او ګډ کار کوي. زه او خپل سیال مې ښاغلی کابلوف په منظمه توګه د افغانستان اړوند خبرې کوو.”

مخکې له دې هم روسي چارواکو څو ځلي په افغانستان کې د داعش د بالقوه ګواښ اړوند اندیښنه ښودلې وه.

زملي خلیلزاد هم د دې اندیښنو پخلی وکړ؛ هغه وویل چې هیله یې له داعش سره د مخامخیدو لپاره، د افغانستان دولت او طالبانو ډلې ګډ کار دی.

هغه زیاته کړه: “داعش د سیمې لپاره د ودې په حال کې ننګونه ده او لوی ګواښ پيښوي. طالبان له داعش سره جګړه کوي او هغوی د یوه بل دښمنان دي. د افغانستان حکومت له داعش سره مبارزه کوي او هغوی د یو ګواښ په څير ویني. که سوله وای او طالبانو او د افغانستان حکومت د داعش پر وړاندې سره همکاري کولای، افغانستان شاید د داعش د ګواښ پر وړاندې په مبارزه کې پیاوړی دریځ درلودلای.”

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دوحه کې د خبرو بیا پیل سره سره، د طالبانو خوځښتونه ډیر شوي او د هیواد په ډیریو سیمو کې جګړه همداراز په چټکۍ سره روانه ده. هیوادوالو هم تل له حکومت او طالبانو څخه غوښتي چې له ترلاسه شوي فرصت څخه د جګړې د پایته رسیدو لپاره ګټنه وکړي.