| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
خلیلزاد: طالبان په واک کې د ډیرې ونډې په سوچ دي
04 Aug 2021
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی باور لري چې د طالبانو وروستیو پرمختګونو دې ډلې ته ډیره زړورتیا ورکړې، خو د افغانستان مسئله د سیاسي هوکړې پرته، پوځی حل لاره نلري.
زلمي خلیلزاد دا خبرې د آسپین په امنیتي ټولنه کې کړې دي.
هغه وویل چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پرمختګونو، دا ډله بریا ته باوري کړې ده او دا ډله په واک کې د ډیرې ونډې په سوچ ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زیاته کړه: “طالبانو په وروستیو اونیو کې بدلونونو او لاسته راوړنو ته چې لرلي په کتو سره، ډیره زړورتیا موندلې. هغوی د اکثریت غوښتونکي دي خو مونږ باور لرو چې هیڅ پوځي حل لاره شتون نلري. په افغانستان کې سوله او ټیکاو د خبرو له لارې سیاسي حل لارې ته اړتیا لري. دا چاره د افغانستان د خلکو، سیمې او له هغه وړاندې ملاتړ له ځانه سره لري.”
خلیلزاد وویل چې د افغانستان اوسنی “حالت ډير ستونزمن دی”، خو یوې هوکړې ته “د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو رسیدو پرته بله ټاکنه شتون نلري.”
دې امریکایي ډیپلوماټ پر دوام ویلي چې واشنګټن هغه حکومت چې د وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی ونکړي، په رسمیت ونه پيژندي او نه هم ترې ملاتړ کوي.
هغه وویل: “امریکا او زمونږ متحدینو دا روښانه کړې، هغه حکومت په رسمیت پيژنو او مرستې یې په واک کې ورکوو چې د خبرو په پایله کې رامنځته شوی وي، ټولګډونه اوسي او د افغانستان د خلکو او ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي. خلک باید خپلې خبرې وکړي او وپوهیږي چې څوک هغوی اداره کوي. له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ د دې هیواد ګاونډیو او له هغه لرې مونږ ته شتون ونلري. په ټوله کې افغانستان باید د نړیوالو او بشري حقونو قوانینو پر وړاندې په خپلې ژمنې ولاړ اوسي.”

په همدې حال کې، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله د بهرنیو ځواکونو وتل د هیواد د اوسني حالت او پر ښارونو د طالبانو د یرغل لامل یادوي.
ښاغلي عبدالله له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: “د ځواکونو وتل لکه څرنګه چې ترسره شول، داشان زمینه یې برابره کړه. نور مسایل هم وو؛ یو رواني حالت مخته راغی. د چلوټې تیوري داسې راغله چې ګواږې دولت سیمې تسلیموي او دې د ټولو په روحیه اغیزه وکړه.”
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر دې سره چې د طالبانو پرمخګتونه مني خو اشغال یې بولي: “شک نشته چې هغوی (طالبان) د اراضۍ په اشغال کې پرمختګونه لرلي دي. د سیمو تر کنټرول لاندې راوستل څه په ولسوالیو او یا هم ښارونو ته څیرمه. بل لوري ته، د دې ډلې تګلاره داسې ده چې له سیمې د خلکو د تیښتې لامل شوی… خو دا لاره په خلکو د حکومتولۍ لاره نده.”
هغه د خپلو خبرو په یوې بله څنډه کې د یرغل په صورت کې په کابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت خبره هم وکړه.
ښاغلی عبدالله د طالبانو د درې میاشتنۍ طرحې په تړاو هم وویل چې دا طرحه یوازې د تاوتریخوالي د کمولو برنامه وه او د سولې بهیر پرمختګ ته یې هيڅ راز مرسته نه کوله.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشر په وینا، په داسې حال کې چې د طالبانو جګړه یوازې پر خلکو او دولت فشار راولي، خو خبرې دې ډلې ته یوازینۍ لار ده.
