1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیلزاد له عبدالله سره په لیدنه کې: امریکا د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه نده منلې

عبدالله خلیلزاد
02 Feb 2020

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي ویلي چې د ټرامپ ادارې، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه نده منلې او دې ډلې ته یې یوه بله طرحه وړاندې کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، تیره ورځ ناوخته (پیلنۍ، د سلواغې ۱۱) د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره ولیدل. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلانپاڼه کې د خلیلزاد په حواله لیکلي چې د قطر د دوحې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

خلیلزاد د حکومت له اجرايي مشر هم سره په لیدنه کې ویلي چې د تاوتریخوالي د کمښت یوه نوې طرحه یې طالبانو ته وړاندې کړې او اوس د طالبانو د مشرتابه د ځواب په تمه دی.

د اجرایي ریاست ویاند، مجیب رحمان رحیمي په دې اړه وویل: څرنګه چې ښاغلي خلیلزاد تیره ورځ په ناسته کې وویل، د طالبانو له طرحې راضي نه وو. بیا یې هغو ته یوه طرحه ورکړې او طالبانو مهال غوښتې چې په دې اړه له خپلو مشران سره سلا وکړي.

طالبانو تراوسه د دې طرحې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې ته نږدې سرچینو مخکې له دې ویلي وو چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي.

سیاسي شنونکی او طالبانو ته نږدې سرچینه، ولي الله شاهین آرزو ته ویلي چې امریکا د اوربند غوښتنه لري، خو پر وړاندې یې د طالبانو ټینګار د تاوتریخوالي پر کمښت دی او دا سکالو د خبرو اترو د لانجمنیدو لامل ګرځیدلې ده.

زلمي خلیلزاد نن (یوه نۍ) له مخکیني ولسمشر، حامد کرزي سره لیدلي؛ ښاغلي کرزي د امریکا له لورې د سولې په خبرو اترو کې د جدیت او چټکتیا غوښتنه کړې ده.

له دې سره د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې ویلي چې د سولې خبرې اترې باید د څلورو کورنیو سیاسي ډلو له لورې پرمخ یووړل شي.

َاغلي حکمتیار د ولسمشر غني په مشرۍ، د عبدالله عبدالله په مشرۍ، د حامد کرزي په مشرۍ او تر خپلې مشرۍ لاندې د ډلو نومونه یاد کړي دي.

که څه هم په قطر کې د خبرو د دریدو وروسته، زلمي خلیلزاد بروکسل او وروسته بیا اسلام آباد ته سفر وکړ، خو اختلافونو ته په کتو سره به ولیدل شي چې څه مهال د دې خبرو بل پړاو  پیلیږي.

آرزو نیوز- خپلواک