| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
خلیلزاد: نړۍ تمه لري چې افغانستان له یوې طرحې سره د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي
10 Apr 2021
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې متحده ایالتونه د سولې د هڅو او سولې وروسته مهال کې د افغانستان دولت ترڅنګ پاتې کیږي.
زلمی خلیلزاد، نن ( پیلنۍ، وري یوویشتمه)، کابل ته راغی او په جلا توګه یې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیالې، فاطمه مورچل رسنیو ته ویلي چې له خلیلزاد سره د ولسمشر د لیدنې منځټکی، د سولې د خبرو وروستي پرمختګونه او د استانبول ناستې ته چمتووالی وو.
له بلې خوا، د ملي روغې جوړې د لویې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد له عبدالله عبدالله او یو شمیر سیاسیونو سره په سپیدار کېپه لیدنه کې د افغانستان د سولې له هڅو د متحده ایالتونو په هراړخیز ملاتړ ټینګار کړی او ویلي چې واشنګټن د سولې په هڅو او د سولې وروسته مهال کې د افغانستان ترڅنګ پاتې کیږي.
زلمي خلیلزاد پر دوام ویلي: “نړۍ تمه لري چې افغانستان له یوې طرحې د استانبول په ناساه کې کډون وکړي.”
سپیدار د خلیلزاد په حواله ویلي چې هغه د ملي روغې جوړې لویې شورا تر چتر لاندې د کورنۍ ټلوالې د جوړیدو اړوند د پرمختګونو ستاینه کړې او زیاته کړې: “نړۍ د سولې د بهیر د چټکیدو د جګړې د پایته رسیدو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د شته فرصت څخه په ډیرې ګټنې ټینګار کړی دی.”

عبدالله عبدالله هم په دې لیده کې ویلي چې د افغانستان دولت عادلانه او تلپاتې سولې ته د رسیدو په برخه کې ژمن دی.
ښاغلي عبدالله ډاډ سپارلی چې “دې شورا د جمهوریت د لیدلوریو د یووالي په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي او اسلامي جمهوري دولت له ګډې طرحې او لیدلوري سره د استانبول ناستې ته ځي.”
خو د استانبول ناستې لپاره د طرحو د یووالي په موخه د جمهوریت لیکې هڅې لا ندي وروستۍ شوي.
د ملي روغې جوړې د سولې د مسودې د توحید کمیټې نن بیا خپله ناسته ترسره کړه او تمه ده خپل لیدلوری د دې شورا مشرتابه کمیټې ته وړاندې کړي.
د ملي روغې جوړې د لویي شورا مشرتابه کمیټي یوه غړې، فریده مومند بیا وایي، چې اټکل کیږي یو شمیر سیاسي بهیرونه په خپلواکه توګه خپلې طرحې له زلمي خلیلزاد سره شریکې کړي او دا کولای شي، د استانبول په ناسته کې د جمهوریت لیکه کمزورې کړي.
مخکې له دې، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې لیدلوری یې په خپلواکه توګه د استانبول په ناسته کې وړاندې کوي.
ولسمشر غني تیره اونۍ د استانبول په ناسته کې د حکومت او سیاستوالو انسجام مهم وباله او ټينګار یې وکړ چې په دې ناسته ک له طالبانو سره د هوکړې ترڅنګ، د نړیوال ډاډ ترلاسه کول هم د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دي.
د ګزارشونو پر بنسټ؛ تمه ده د استانبول برخه لیک ټاکونې ناسته د روانې زیږدیځې میاشتې په شپاړلسمه نیټه ترسره شي.
