د فغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې د سولې پر وړاندې اوسنۍ ستونزې د وړاندوینې وړ وې؛ بهرنیان په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو بریدونو ته برائت ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا مني چې د افغانستان اوسنی حالت د سولې د هوکړې وړاندې د وړاندوینې وړ وو، خو له ستونزو سره سهر د سولې د خبرو پرمخ وړل، د افغانستان د کړکیچ د هواري یوازینۍ لار ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د سولې د پرمخ وړلو پرته هیڅ لار نلري.
هغه زیاته کړه: که څه هم وروستیو تاوتریخوالو د سولې په بهیر او د دې په لاره کې پوښتنې رامنځته کړي او په دې بهیر کې ستونزې شتون لري- له لومړۍ ورځې په دې پوهیدو، خو د سولې د پرمخ وړلو پرته هیڅ بله ټاکنه شتون نلري.
دا امریکايي ډیپلوماټ همداراز وایي چې واشنګټن ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په هڅه دی او اوس د دې بهیر لپاره په نوې نیټې سلاوې روانې دي.
خلیلزاد ویلي دي: غواړو ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي. مونږ اوس په نوې نیټې د خبرو په حال یوو. د افغانانو ترمنځ خبرې، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لار ده.
طالبانو افغانستان ته د سولې راوستلو په هوکړه لیک کې، په بهرنیو پوځي مرکزونو د بریدونو د دریدو پر سر هوکړه کړې؛ هغه څه چې امریکا یې هم مني او د هوکړه لیک مهم مواد یې بولي؛ خو دا ماده د حکومت پر وړاندې پوښتنه زیږوونکې ده.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل نن (درې نۍ،غوایي۲۷/مې۱۶)، د سولې په هوکړه لیک کې د طالبانو په کړنو د نیوکې ترڅنګ ویلي چې دې ډلې تاوتریخوالی ندی کم کړی او لا یې هم د حکومت بندیان ندي خوشې کړي.
هغه پر دوام وویل: هوکړه شوې چې زر امنیتي سرتیري له بندخونو خوشې شي، دا ډله په لویو ښارونو بریدونو ونکړي او تاوتریخوالی ټیټ شي. خو اوس نه خبرې پیل شوي او نه تاوتریخوالی کم شوی او نه د حکومت بندیان د طالبانو له بند څخه خوشې شوي؛ که څه هم د طالب بندیانو د خوشې کیدو پر سر هوکړه نه وه شوې، خو دولت بیا هم هغوی خوشې کړل.
ښاغلی فیصل ټینګار لري چې له دې وروسته، تر هغه چې تاوتریخوالی کم نشي، حکومت د طالبانو بندیان نه خوشې کوي.
ظاهراْ حکومت په افغانستان کې د وروستیو مرګونیو بریدونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا له دریځ څخه ناراضه دی.
د ملي امنیت د شورا ویاند په نننۍ ناسته کې وویل چې حکومت تمه لري چې بهرنیان، په افغانستان کې هغو ترهګریزو ډلو ته چې فعالیت لري، برائت ورنکړي.
د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي کمښت، د بندیانو د تبادلې د بهیر پیل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک مهمې مادې دي. خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې نږدې دوه نیمې میاشتې وروسته، لا هم د هوکړه لیک هیڅ برخه په بشپړه توګه پلې شوې نده.