1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل‌زاد : د افغانستان امنیتي سرتیري به ونه پاشل شي

khalilzad-scaled
19 May 2021

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې هیواد یې د افغانستان د پوځ ملاتړ ته دوام ورکوي؛ طالبان هم د امنیتي سرتیرو پاشل کیدل نه غواړي.

زلمي خلیل‌زاد ، تیره شپه (درې نۍ، غویي اته ویشتمه)، د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې کې د امریکایي استازو اندیښمنوونکو پوښتنو ته ځواب ووایه.

ښاغلي خلیل‌زاد  له افغانستان څخهد امریکايي ځواکونو په بیړې وتلو او د پایلو اړوند پوښتنې په ځواب کې، د افغانستان د پوځ د وړتیاوو او له دې ځواکونو د امریکا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلی خلیل‌زاد  د افغانستان د امنیتي سرتیرو پاشل کیدو اټکل ناسم بولي او وایي چې حتې طالبان د دې غوښتونکي ندي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه: “زه شخصاْ باور لرم چې دا وړاندوینې چې افغان امنیتي سرتیري به له ځنډ پرته سقوط وکړي، ناسمې دي. مونږ اوس له هغو سره مرسته کوو او مرستې به وکړو، دا زمونږ ژمنه ده. مونږ ژمن یو او دا مو ویلي دي چې له افغان سرتیرو سره پوځي مرستې به دوام ومومي، دا سرتیري مشهوره دي او د افغانانو ترمنځ د ویاړ سرچینې دي، حتې طالبانو هم ویلي چې دوی د افغان امنیتي سرتیرو پاشل کیدل نه غواړي.”

د امریکا ځانګړی استازی یو ځل بیا طالبانو ته هیښتیا ورکوي چې له پوځي لارې د بریا په لټه ونه اوسي. د هغه په باور، که طالبانو د خبرو لار او په لړ کې یې سیاسي هوکړه پرمخ ونه نیسي، له سیمه ییزو او نړیوالو بندیزونو سره به مخامخ شي.

خلیل‌زاد  یاده کړه: “طالبان د دوو جلا راتلونکو ترمنځ له اساسي ټاکنې سره مخامخ دي. هغوی کولای شي د سولې لپاره د خبرو لار ومني، له یوه تاوتریخجن بلواګرۍ څخه یوه سیاسي بهیر ته لیږد او د ټولنې یوه برخه اوسي چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې درناوی لري. خو که هغوی له پوځي لارې واک ته رسیدل غوره کړي، هغوی به له انزوا، سیمه ییز او نړیوال مخالفت، او بندیزونو سره مخامخ شي.”

خلیل‌زاد  بیا وایي چې پاکستانیان پوه شوي چې په افغانستان کې د جګړې دوام د اسلام آباد په ګټه ندی. دا امریکایي ډیپلوماټ د پاکستان د همکاریو دوام ته هیله من دی.

هغه وویل: “جنرال باجوا او لومړي وزیر خان وویل چې د دوی پالیسۍ کې بدلون راغلی، چې سیاسي هوکړه غوره ده، دوی داسې سند لاسلیک کړی یا په هغه کې یې خپل نوم لیکلی چې امارت باید ستون نشي او نظامي تصرف ونشي. په رښتیا مونږ تمه لرو چې هغوی پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي تعاملات مو هڅونکي موندلي.”

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی او د افغانستان حکومت له مشرتابه سره یې د سولې د بهیر او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو خبرې وکړې.

 که څه هم په ظاهر کې د پاکستان د همکاریو اړوند خوښبینۍ رامنځته شوي، خو کابل همداراز د سولې په بهیر کې د دې هیواد د عملي ګامونو د اوچتیدو غوښتونکی دی.