د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې په فارسي،پښتو او انلګیسي ژبو په دوحه کې د آمریکا او طالبانو د هوکړې د نقض په اړه غبرګون وښود.
د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړی استازی د هیواد په بیلابیلو برخو کې د نښتو له ډيریدو په نیوکې سره وایي چې له دې سره چې تل د تاوتریخوالو او نښتو په کمیدو ټينګار شوی دی خو د تاوتریخوالو لوړه کچه له خلکو قرباني اخلي.
ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: د لښکرګاه په ګډون په هلمند کې د طالبانو د بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو په ضد د طالبانو د بریدونو، او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او ائتلافي ځواکونو د بریدونو په هکله د طالبانو د شکایتونو په لړ کې په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوه.
هغه همدا راز زیاته کړه: ټولو خواوو توافق وکړ چې بریدونه او بمبارۍ به لږوي او تاوتریخوالی او مرګ-ژوبله به کموي. که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی لږ شوی، خو په عمومي توګه په هیواد کې تاوتریخوالی ډیر دی.