زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې په بهیر کې ځن، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ډیریدو معنی لري او د افغانستان حکومت او طالبان دې، د تاوتریخوالي دي د کمیدو او د بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې هڅې چټکې کړي.
که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، تمه وه چې په هیواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي؛ خو داسې ونشول او په تیرو دوو میاشتو کې جګړو زور واخیست او د افغانانو ترمنځ د خبرو بې برخلیکي هم د اندیښنو د ډیریدو لامل شوی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په یوه نوي ټويټ کې، د طالبانو او د افغانستان د حکومت له لورې د تاوتریخوالي د ژر پایته رسولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد همداراز د سولې د خبرو د بهیر ځنډیدل، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ډیریدو په معنې بللي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې: طالبان او حکومت دواړه بايد د بندیانو د خوشې کولو او د اورکم لپاره هڅې ګړندۍ کړي، چې دا د بين الافغاني مذاکراتو او هراړخيز او تلپاتي اوربند لپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده.
له بلې خوا، د ملي امنیت شورا نن (پیلنۍ، غوایي ۱۳/مې دویمه)، یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره باید، تاوتریخوالی کم او اوربند لپاره چمتو شي.
طالبانو که څه هم مخکې له دې ټینګار کړی چې له امریکا سره په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې دې ډلې د افغانستان له حکومت سره د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې ژمنه نده کړې؛ د ملي امنیت شورا د طالبانو دا استدلال د قناعت وړ نه بولي.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل په یوې خبري ناسته کې وویل چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي کمیدو او پر اوربند د دې ډلې هوکړې سره تړلی دی.
د رویترز خبري آژانس د ګزارش پر بنسټ، د طالبانو ډلې ۴۵ ورځې وړاندې له امریکا سره د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، تراوسه ۴۵۰۰ پوځي بریدونه کړي دي.
رویترز دا ګزارش د یوه لویدیځ پوځي سرچینې او یوې خپلواکې سرچینې د لاسوندونو پر بنسټ چمتو کړی چې په یوه برخه کې یې؛ د مارچ له لومړۍ د اپریل تر ۱۵ د تیر کال د همدې مودې په پرتله، د طالبانو په بریدونو کې ۷۰ سلنه ډیروالی راغلی. په دې موده کې د افغانستان ۹۰۰ امنیتي او سیمه ییز سرتیري وژل شوي چې دا شمیر تیر کال د همدې مودې په پرتله، ۵۲۰ تنه وو.
خو طالبانو په لویو بریدونو کې لاس لرل رد کړي او سپینه ماڼۍ یې افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک په نه عملي کولو تورنه کړې.