د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې تر هغې چې سیاسي هوکړه ونشي،طالبان به هر اړخیز او تلپاتې اوربند ونه مني.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي له پي.بي.اس سره په مرکه کې له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته له رسیدو مخکې اوربند نا شونی بللی دی.
هغه زیاته کړه: تر هغې چې یو تر هغې چې له طالبانو سره سیاسي هوکړه ونشي دا ډله به هرړخیز او تلپاتې اوربند ونه مني، دا سکاله په نورو هیوادونو کې هم عملي شوې ده.
ښاغلی خلیل زاد د تاوتریخوالو کمښت پر سره هوکړې لپاره له هڅو ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې دوحې په خپل سفر کې به دواړه لوري د تاوتریخوالو کمښت ته اړ کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي وویل: تاوتریخوالی په لوړه کچه کې دی، په اوسني وخت کې باید دواړه لوري د تاوتریخوالو کچه ټیټه کړي،مونږ ژمن یو کله چې بیرته ستون شم، دواړه لوري به تاوتریخوالي کمښت پر سر هوکړې ته اړ کړم.
خلیل زاد مخکې له دې هم هیښتیا ورکړې وه چې په قطر کې د سیاسي خبرو اترو نه بریا به، افغانستان ته ناوړه پایلې ولري.
د افغانانو ترمنځ خبرې اترې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې، خو دواړه لوریو تر وسه د خپلو ناستو کړنلارې پر سر هوکړې ته نه دي رسیدلي.
له دوحې څخه یو شمیر سرچینو ویلي دي چې له درییو ورځو را په دې خوا د افغانانو ترمنځ خبرې دریدلې دي او ظاهراً د خبرو اترو کړنلارې پر سر اختلافونه د دې لامل شوې ترڅو په دې پړاو کې ناستې له کړکیچ سره مخ شي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا ویاند فریدون خوځون آرزو ټلویزیون ته وویل چې د دواړو لوریو پلاوي د لا ډیر چمتو والي لپاره، اوس مهال په خپل منځي ناستو بوخت دي.
د شلو وروستیو کالونو جګړې نوم ایښودل،د حنفي او یا هم جعفري فقهې پر بنسټ د خبرو اترو پر مخ وړل او د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک اصل ګڼل له هغو لانجمنو سکالو دي چې دوه اوونۍ کیږي رسمي خبرې اترې یې له ځنډ سره مخ کړې دي او دواړه لوري نه دي بریالي شوي ترڅو د خبرو اترو پر کړنلارې هوکړه وکړي.
آرزو نیوز ـ شمس الله رحیمي