| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
خلیلزاد: په افغانستان کې تاوتریخوالی په ښکاره توګه ډیر شوی دی
21 Sep 2020
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د افغانانو ترمنځ خبرو له پیل سره هم مهاله د تاوتریخوالو له ډيریدو خواشيني کړې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې په څوو وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په ښکاره توګه ډير شوی چې په کې یوشمیر ډیر ولسي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ښاغلی خلیل زاد ټينګار کوي چې د سولې خبرو اترو پیل ته په کتو، اړتیا ده ټولې ښکیلې غاړې په تاوتریخوالو کې د پام وړ کمښت راولي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبوره لاینز، د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ باور رامنځته کیدو لپاره له کوم مخ آړ پرته ژر تر ژره تاوتریخوالو کمښت اړین دی.
میرمن لاینز ټينګار کړی دی چې د ملګرو ملتونو سازمان په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
