| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
خلیلزاد: په افغانستان کې د سولې وروستۍ لار ته رسیدل لا هم ستونزمن دی
25 Jul 2020
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د سولې وروستۍ لار ته رسیدل لا هم له ستونزو ډک بللی او امریکا یې دې بهیر کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې ژمنه په ګوته کړې؛ له ایران سره د افغانستان اړوند د ناستې د جوړولو لپاره هوکړه شوې.
افغانستان ته د سولې راوستلو په برخه ې د امریکا د نږدې دوو کلونو هڅو سره سره، خلیلزاد لا ه مپه هیواد کې د سولې وروستۍ لار ته رسیدل، ستونزمن بولي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، پرون (جمعه، زمري درییمه)، د اوزبیکستان، قزاقستان او افغانستان ډیپلوماټانو په حضور د امریکا د سولې له ټولنې سره په ویډیویي ناسته کې، د بندیانو خوشې کیدل او د تاوتریخوالي ډیروال، د سولې پر وړاندې دوه لوی خنډونه یاد کړل او سولې ته د رسیدو لار یې، ستونزمنه لار وبلله.

هغه زیته کړه: سولې ته لاس رسي لپاره، اړتیا ده چې د سیمې هیوادونه هم په مثبته توګه ښکیل و اوسي، مونږ آن هوکړه کړې چې له ایران سره هم د افغانستان په تړاو ناسته ترسره کړو. غواړو ایران هم له دې بهیر څخه ملاتړ وکړي. د سولې له اوسني فرصت څخه باید پراختیا، ټیګاو، سوداګرۍ او د سیمه ییزې نښلیدنې لپاره باید ګټنه وشي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې امریکا اوس له افغانستان څخه د ځواکونو د بهر کولو په دویم پړاو ک ېده؛ خو د دې پړاو پلي کیدل، د طالبانو د ژمنو عملي کیدو سره تړلي دي.
هغه همداراز یادونه وکړه: مونږ د دې ځواکونو د وتلو لپاره، مهال ویش لرو. د ځواکونو وتل ډیرۍ په شرایطو تړاو لري. مونږ د ځواکونو د بهر کولو لومړی پړاو بشپړ کړی او دا شمیر مو ۸۶۰۰ ځواکونو ته رسولی. اوس په دویم پړاو کې یوو او د طالبانو د ژمنو په تمه یوو. زمونږ پریکړه د طالبانو د ژمنو په شرط ده.
په امریکا کې د اوزبیکستان سفیر، جولان واخابوف هم په دې ناسته کې د سولې د ټینګیدو لپاره د اوسني فرصت د ګټنې به اړتیا ټینګار وکړ.
هغه وضاحت ورکړ: اوس هغه فرصت دی چې د فغانستان ټول شموله حکومت او طالبان پر اختلافونو برلاسي شي او له اوسني فرصت څخه په ګټنې، تلپاتې سولې ته ورسیږي.
حکومت د تاوتریخوالي د کمښت، د بندیانو د خوشې کیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل اړوند د طالبانو ژمن ماتونه، د خپلو نړیوالو ملګرو لپاره د دې بهیر اصلي خنډونه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت واکپال، محمد حنیف اتمر د څارونکي څيړنیز بنیاد په ویډیويي ناسته کې، د طالبانو له لورې د انعطاف منلو غوښتنه کړې.
ښاغلي اتمر زیاته کړه: له بده مرغه طالبانو وښوده چې د تاوتریخوالي په کمښت کې پاتې راغلي او همداراز ندي توانیدلي چې له امریکا سره د هوکړه لیک په څوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. هیله من یوو چې طالبان د خپلو ژمنو له مخې انعطاف وښایي. زمونږ نړیوالو ملګرو ته اوسنۍ ستونزې، د تاوتریخوالي کمښت، دبندیانو د خوشې کیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل اړوند د طالبانو ژمن ماتونه ده.
افغانستان او د حکومت تګلاریز متحدین په داسې حال کې طالبان د تاوتریخوالي د کمښت په نقض تورنوي چې دې ډلې په دې وروستیو کې د لوی اختر وروسته د مخامخو خبرو د پیل لپاره د مشروطه چمتووالي اعلان کړی دی.
آرزو نیوز- سباوون خپلواک
