1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل الله حکمتي یو ځل بیا د بلخ د عامې روغتیا مشر شو

Hekmati
03 Aug 2020

خلیل حکمتي یو ځل بیا د ولسمشر محمداشرف غني د حکم پر بنسټ، د بلخ د عامې رواغتیا د ریاست د مشر په توګه وټاکل شو.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست د مشر په توګه د ښاغلي حکمتي د پیژندنې په مراسمو کې،د روغتیا وزارت واکپال احمدجواد عثماني او د بلخ یوشمیر سیمه ییز چارواکو حضور درلود.

ښاغلي عثماني په دې مراسمو کې له ښاغلي حکمتي وغوښتل ترڅو په صادقانه او بې پلوه توګه خپلو چارو ته دوام ورکړي.هغه ټينګار وکړ چې له دې وروسته د بلخ په روغتیا ریاست کې د سیاست ځای نشته.

د عامې روغتیا وزارت واکپال همدا زار د بلخ د روغتیا ریاست د مشر له کړنو څخه د څارنې لپاره یو پلاوي له ټاکلو خبر ورکړ او د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکټر افضل حدید یې د دې څارنیز بورد مشر وټاکه.

د بلخ د عامې روغتیا نوي مشر خلیل الله حکمتي په دې مراسمو کې ډاډ ورکړ چې د روغتیایي معیاري،کیفیت لرونکو او عادلانه چوپړتیاو وړاندې کیدو په برخه کې ژمن دی.

 د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکټر افضل حدید، د خپلو ویناو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې چې د بلخ د روغتیا سکټور یې په خپله ولکه کې نیولی دریږي او هڅه کوي ترڅو د بلخ د خلکو لپاره ښه روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې شي.

وړاندې له دې نظام الدین جلیل د درییو میاشتو لپاره د بلخ د عامې روغتیا د ریاست واکپالۍ پاړه پر غاړه درلوده.