1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل زاد: افغانان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دوه لارې لري سوله یا اوږده جګړه

178642634_4022740707810053_3913325627656333926_n
28 Apr 2021

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایي چې افغانان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دوه لارې لري، د سولې یوې هوکړې ته رسیدل یا اوږده جګړه.

 

ښاغلي خلیل‌زاد د آمریکا د سنا بهرنیو اړیکو د کمېټې په استماعیه ناستې ته وینا کوله، زیاته یې کړه: زه شخصاْ باور نلرم چې د افغانستان دولت دې ژر سقوط وکړي. پوهیږم چې یو شمیر نور جلا لیدلوری لري. فکر کوم چې افغانان د دوو ټاکنو ترمنځ دي؛ سیاسي هوکړې له یوې مذاکرې یا یوه اوږده جګړه.

هغه د دې په ویلو سره چې د افغانستان سیاسي مشران دې د تیرو تیروتنو څخه درس وخلي، وویل: “دا هغه ټاکنه ده چې افغان مشران یې د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره کوي، هیله من یم چې هغو د تیرو تیروتنو څخه درس واخلي. لکه هغه وخت چې پخوانۍ شوروۍ شاتګ وکړ، د دې پرځای چې سره کښیني او هوکړه وکړي، په زور یوه لوري هڅه وکړه چې خپله اراده په نورو وتپي چې په پایله کې یې د نه ټیکاو لامل وګرځید.”

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی همداراز وایي چې طالبان کولای شي د تاوتریخوالي پرېښودو سره په یوه سیاسي بهیر واوړي او د سولې یوه هوکړه ومني.

خلیلزاد همداراز یوې سیاسي هوکړې لپاره د طالبانو د امتناع له پایلو هیښتیا ورکړه.

هغه سناتورانو ته په خطاب کې وویل: “د پوځي تسخیر لپاره د طالبانو د ګام پر وړاندې د سیمې او نړیوالې ټولنې په کچه د پام وړ ټلواله شتون لري. که طالبان د خبرو له لارې د حل و فضل مخنیوی وکړي او پر وړاندې له پوځي لارې د تسخیر په لټه اوسي، نه یوازې د افغانستان جمهورۍ؛ بلکې د امریکا، متحدینو، شریکانو او سیمې له مخالفت او سمیه ییز مخالفت او انزوا، بندیزونو او نړیوالو غندنو سره مخامخ شي.”

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه هم “ځانګړې” وبلله او ویې ویل چې واشنګټن له پاکستان څخه غوښتي چې پر طالبانو له خپل د پام وړ نفوذ څخه د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره کار واخلي.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر، باب منندز هم په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې تیرې تیروتنې بیاځلي نکړي.

هغه زیاته کړه: “له نړیوالې ټولنې غواړم چې د تیرو تیروتنې بیاځلي نکړي. اړتیا ده چې متحده ایالتونه په را روانو کلونو کې د خپول ګټو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره هم په افغانستان کې حضور ولري. زه له افغانستان څخه زمونږ د ځواکونو د بهر کوول له پریکړې مننه او ملاتړ کوم، خو دا ډیره مهمه ده چې څرنګه بهر کیږو او زمونږ د وتلو وروسته به څه سیاسي آرایش پرځای پاتې وي.”

په دې ناسته کې یو شمیر سناتورانو همداراز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د ښځو او لږکیو د حقونو د ساتنې لپاره د ډاډ اړوند هم اندیښنه وښوده.